د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار ګرفتار


د نقيب الله مسود په وژنه کې تورن پولیس افسر راو انوار د چارشنبې پر ورځ سپريم کورټ ته له حاضرېدو پس ونیول شو.

نوموړی له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی وو.

کله چې د چارشنبې په سهار د نقيب مسود د وژنې په اړه په اسلام اباد کې د سپريم کورټ اورېدنه روانه وه چې د ډان او جيو نيوز ویبپاڼو په وينا راو انوار په سپین موټر کې په داسې حال کې عدالت ته چې مخ يې په شنه مول (ماسک) پټ کړی وو، حاضر شو.

د بي بي سي خبريال شهزاد ملک چې د اورېدنې پر مهال هلته وو مشال راډیو ته وويل چې عدالت ته له حاضرېدو سره سم راو انوار وويل چې د سپريم کورټ په حکم حاضر شوی یم چې په ځواب کې يې چیف جسټس ثاقب نثار وويل چې تاسو خو څه احسان نه کوئ او چې کله تاسو ته عدالت وخت درکړی وو نو حاضر نه شوې.

شهزاد ملک زياته کړه چې راو انور عدالت ته وويل چې د نقيب الله مسود د وژنې په اړه د سيند پوليسو پر پلټنيزه کمېټۍ باور نه لري او بايد په تحقيقاتي کمېټۍ کې د پلټنې فېډرالي ادارې 'ای بي' او ' ای ايس ای' چارواکي دې شامل کړل شي چې د دې په اورېدو سره د چيف جسټس پر مخ طنزيه موسکا خپره شوه او وې وویل چې ((پوهېږم چې ولې تاسو غواړی د دغو ادارو افسران دې په تحقيقاتي کمېټۍ کې شامل شي.))

له دې وروسته ثاقب نثار د سيند پوليسو مرستيال مشر افتاب پټان په مشرۍ کې پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه خو په دې کې د د يادو جاسوسي ادارو افسران شامل کړل شوي نه دي.

تر اورېدنې وروسته پوليسو راو انوار و نيولی.

پر راو انور تور دی چې د جنورۍ په مياشت کې د ده په مشرۍ کې پوليسو د جنوبي وزيرستان ځوان نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره د تړاو په تور په جعلي پولیس مقابله کې وژلی وو.

خو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې تر احتجاجونو وروسته د سيند حکومت يوه پلټنيزه کميټۍ جوړه کړه چې هغې په ثبوت ورسوله چې نقيب مسود له هيڅ يوې ترهګرې ډلې سره تعلق نه درلود.

له دې وروسته د راو انوار پر ضد مقدمه درج شوه او هغه له هېواده د تښتېدو هڅه کوله چې پر هوايي ډګر راوګرځول شو خو بيا له پولیسو پټ شو.

د پاکستان سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۰ مه له خپلې غاړې د دې پېښې نوټس واخېست او په دې لړ کې يې يو شمېر اورېدنې وکړې.

که څه هم راو انوار عدالت ته له حاضرېدو ډډه کوله خو پر دې مهال يې دوه ځله سپريم کورټ ته خطونه ولېږل.

په يوه خط کې يې غوښتنه کړې وه چې د مقدمې دې بې طرفه پلټنې وشي او په دوهم ليک کې يې د خپلو شتمنيو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

خو سپريم کورټ د دوشنبې پر ورځ د اورېدنې پر مهال حکم وکړ چې په راتلونکې اورېدنه چې نن وه، که هغه حاضر نه شو نو د هغو کسانو پرضد به کاروايي کوي چې په پټېدو کې ورسره مرسته کوي.

د نقيب مسود د وژنې په تور کې ۲۴ نور پوليس چارواکي هم مطلوب دي خو د سيند پوليسو مشر اې ډي خواجه سپريم کورټ ته ويلي ول چې په دغو کې ۱۲ نيول شوي او پاتې نور لاهم فرار دي.

ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

XS
SM
MD
LG