د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېت د نوي مشر د ټاکلو لپاره هلې ځلې تېزې شوې


په سيند اسمبلۍ کې د سېنېت د غړيو د انتخاب لپاره رايې اچونې کېږي(فايل فوټو)
په سيند اسمبلۍ کې د سېنېت د غړيو د انتخاب لپاره رايې اچونې کېږي(فايل فوټو)

په پاکستان کې د سېنېټ د نوي مشر او مرستيال مشر د ټاکلو لپاره سياسي هلې ځلې ګړندی شوې دي خو لوی ګوندونوواکمن مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ لا هم خپل اميدواران اعلان کړي نه دي.

خو بل خوا تحريک انصاف د سېنېت د نوی مشر او مرستيال مشر لپاره د بلوچستان د وزيراعلی د کانديدانو ملاتړ کړی دی.

د شنبې په مازيګر په اسلام اباد کې د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره د خبري غونډې پر مهال د بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو وویل چې انوارالحق او صادق سنجراني به د دوی اميدوران وي.

د هغه د دې خبرې په ځواب کې عمران خان وويل چې د ګوند سېنېټران به يې خپل ووټ د بلوچستان د وزيراعلی اميدورانو ته ورکوي.

د بلوچستان وزيراعلی د سېنېټ د نوي مشر لپاره انوارلحق او صادق سنجراني و نومول.

خو د دې هلو ځلو ترتر ټولو مهم لوبغاړی واکمن مسلم ليګ نواز دی خو لا يې هم خپل اميدوران په ډاګه کړي نه دي

البته د دې ګوند د يو مشر مشاهدالله خان د شنبې مازيګر په اسلام اباد کې د خبرې غونډي پر مهال وويل چې نوازشريف به ډېر ژر د اميدوارانو نومونه اعلان کړي.

بل خوا دويم مهم لوبغاړۍ پيپلز ګوند دی چې که يې څه هم د بلوچستان د وزيراعلی ملاتړ اعلان کړی خو غواړي چې له بلوچستانه د دوید خوښې اميدوران و نومول شي.

د پاکستان د سېنېت د غړيو شمېر ۱۰۴ دی چې پکې د چيرمين او مرستيال چيرمين د ټاکلو لپاره د ۵۳ رايو اړتيا وي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د دوشنبې پر ورځ د سېنېت غونډه رابللې ده.

سهار به د سېنېت نوي ټاکل شوي ۵۲ غړي سوګند پورته کوي او ماسپښن به د سېنېت د نوي مشر او مرستيال مشر انتخابيږي.

XS
SM
MD
LG