د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان خپل سفير بېرته هند ته لېږي


پاکستان ويلي چې د هند لپاره ددې هېواد استاذی به د زيارت پر ورځ نوي ډيلي ته ستون شي.

د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل پرون د اوونيزې خبرې غونډې پر مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې د هند دا تورونه ناسم دي چې وايي په اسلام اباد کې يې سفارتي عمله تنګول کېږي.

هغه زياته کړه چې پاکستان د نړيوالې ټولنې يو ذمه وار غړی دی او پوره کوشش کوي چې د سفارتکارانو امنيت يقيني کړي.

خپله پاکستان هم تېره اوونۍ پر هند تور لګولی وو چې په نوي ډيلي کې ددې هېواد سفاراتي عمله تنګوي او په دې لړ کې يې خپل های کمشنر سهيل محمود له هنده اسلام اباد ته وربللی وو.

د سفارتکارانو په تنګولو سره د پاکستان او هند ترمنځ وار له مخه خراب تعلقات نور هم کړکېچن کېدلی شي.
طلعت مسعود

خو ډاکټر فيصل وويل چې سهيل محمود به د ځينو مهمو خبرو چې پکې د سفارتکارانو د ځورولو موضوع هم ده، د بحث کولو وروستهد زيارت پر ورځ نوي ډيلي ته ستون شي.

پاکستان پر هند د سفارتکارانو د تنګولو تور لګوي او هند بيا پر اسلام اباد تور لګوي چې په پاکستان کې يې سفارتي عمله ځوروي.

د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی مېجر جنرل رېټايرډ طلعت مسود مشال راډیو ته وويل چې د سفارتکارانو په تنګولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ وار له مخه خراب تعلقات نور هم کړکېچن کېدلی شي.

هغه زياته کړه چې بايد دواړه هېوادونه د شته طریقه کار مطابق د اختلافاتو ختمولو کوشش وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فيصل ويلي چې اسلام اباد تيار دی چې له هند سره خيلې ټولې شخړې دخبرو اترو د لارې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG