د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راو انور نيونه او د نقيب مسود د وژنې په قضيه کې ممکنه خنډونه؟


د نقيب الله مسود په وژنه کې تورن پولیس افسر راو انوار نن سپريم کورټ ته له حاضرېدو پس ونیول شو.

نوموړی له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ د حاضرېدو حکم کړی وو.

عدالت د نقيب الله مسود د وژنې په اړه د سيند پوليسو د مرستيال مشر افتاب پټان په مشرۍ کې يوه تحقيقاتي کمېټۍ جوړه کړې ده.

د راو انوار نه نيونه او عدالت ته يې نه حاضرېدنه هغه څه وو چې په اړه يې د پاکستان پر پوليسو او جاسوسي ادارو ‌ډېر تنقيدونه کېدل.

په دې تناظر کې د راو انوار نيونه څومره لوی ګام ګڼل کېږي او ممکنه خنډونه څه کېدای شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کمېشن يو مشر شير محمد خان اېډوکېټ، د نقيب مسود د وژنې په قضيه کې فعاله او د پوليسو پخوانی مرستيال ای جي رحمت خان مسود او خبريال شهزاد عالم سره څېړل شوې دي.

د راو انوار ګرفتاري او د نقيب مسود د وژنې په مقدمه کې ممکنه خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG