د لاسرسي ځای

تازه خبر

چيف جسټس وپوښتل، راو انور د زورورو په پناه کې دی؟


د پاکستان سپريم کورټ ويلي چې د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د مقدمې له پرمختګه مطمين نه دی.

د پاکستان ډان او جيو نيوز ويبپاڼو په خپلو رپورټونو کې ويلي چې د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه د چارشنبې په سهار په کراچۍ کې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې درې کسيېزې جرګګۍ وکړه.

جيو نيوز وايي، د اورېدنې پر مهال چيف جسټس د سيند پوليسو مشر اې ډي خواجه څخه وپوښتل، راو انور د زورورو سياسي کسانو په پناه کې دی؟ په ځواب کې يې هغه وويل، د يوه ذمه واره پوليس افسر په توګه نه شي ويلي چې هغه ته سياسي پناه ورکړل شوې ده.

خو جسټس عطا محمد بنديال وويل، داسې ښکاري چې ټولو تورنو کسانو ته پناه ورکړل شوې ده.

د نقيب مسود په وژنه کې په تورونو ۲۴ کسانو کې يوازې ۱۰ نيول شوي دي.
فيصل صديقي

ثاقب نثار دا انکشاف هم وکړ، راو انور ورته په استول شوي لیک کې د خپلو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.خو نوموړي وویل نه پوهېږي چې دغه ليک به ریښتونی وي، که څنګه.؟

د نقيب مسود د کورنۍ وکيل فيصل صديقي عدالت ته وويل چې په وژنه کې په تورونو ۲۴ کسانو کې يوازې ۱۰ نيول شوي دي.

د دې په ځواب کې د سيند پوليسو مشر وويل، تر اوسه يې ۱۲ تورن کسان نيولي دي.

کله چې عدالت د جاسوسي ادارو د مرستو په اړه پوښتنه وکړه نو اې ډي خواجه وويل، ای اېس ای او ملټري انټيليجنس دواړه ورسره کومک کوي.

په ګاډی کې ناست تن راو انور دی
په ګاډی کې ناست تن راو انور دی

د راو انور د ځای ځایګي په اړه د سيند پوليسو مشر وويل، هغه په سيند صوبه کې نه دی او اخري ځل يې د پنجاب په سرګودها ښار کې د هغه د موجودګی مالومات ترلاسه کړي ول.

چيف جسټس وويل چې په مقدمه کې له پرمختګه مطمين نه دی او د سيند پوليسو مشر ته يې حکم وکړ چې په راتلونکې اورېدنه کې دي د سي سي ټي وي د هغې ويډيو په اړه په جلا خونه کې مالومات ورکړي چې پکې ښودل شوي چې راو انور له هېواده د تښتېدلو هڅه کوي.

راو انور په سيند صوبه کې نه دی او اخري ځل چې مې مالومات تر لاسه کړي ول هغه وخت د پنجاب په سرګودها ښار کې وو.
اې ډي خواجه

ثاقب نثار حکم ورکړ چې د هوايي ډګر د امنيتي ادارې اې ايس ايف مشر مېجر جنرل علي عباس حيدر دې د سي سي ټي وي د ويډيو په اړه د مالوماتو لپاره په راتلونکې اورېدنه کې حاضر شي.

نقيب مسود د وزيرستان اوسېدونکی وو چې د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د پوليسو يوې ډلې د خپل ځايي مشر راو انور په مشرۍ کې له تحريک طالبان پاکستان سره د تړاو په تور و واژه.

خو وروسته د پوليسو پلټنيزې ډلې هغه بې ګناه وګرځاوه او راو انور او د هغه ملګري يې د نقيب مسود په وژلو تورن کړل.

وروسته د راو انور پرضد مقدمه درج شوه چې هغه او ډېری ملګري يې لاهم پټ دي.

XS
SM
MD
LG