عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د راتلونکيو ټولټاکنو په نتيجه کې په واک کې د راتلو په صورت کې يو سل ورځنی پروګرام اعلان کړی دی.
د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اونۍ د یو کارپوه سره په دې موضوع خبرې کوو چې د راتلونکیو پارلیماني انتخاباتو پر مهال سیاسي ګوندونه د کمپاین لپاره د ټولنیزو رسنیو استعمال څه ډول کوي؟
د ویډیويي لوبې یا ګېم نوم د کوکنارو ضد جګړه ده چې موخه یې د کوکنارو د کښت ضد اګهي پیدا کول دي. دا ګېم د کمپیوټر زده کړو یوه مرکز نجونو جوړ کړی. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د وزيراعظم هم دغه امتحان او پر هغه شته فشار څېړل شوی دی.
په پاکستان او هند کې له تېرو څو ورځو راهسيې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف له خوا د ممبۍ حملو په اړه کړې خبرې تاوده بحثونو رامنځ ته کړي دي.
د مسلم ليګ (ن) رهبر او د پاکستان پخواني وزيراعظم ويلي چې د ممبۍ حملو په اړه پر خپله پخوانۍ خبره ولاړ دی او ریښتيا ویلو ته به دوام ورکوي.
نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟
د یکشنبې پر ورځ په شمالي وزيرستان کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کړې چې په هدفي بريدونو کې د وژل شویو کسانو قاتلان دې مالوم کړل شي.
د روان کال د مې پر پنځمه نېټه د بلوچستان په مارګټ او مرواړ سيمو کې د سکرو د کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکې ووژل شول.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د فاټا ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدي او د فاټا د وکيلانو اتحاديې يو مشر اعجاز مومند سره څېړو.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا پوښتنه را پورته کړل شوې چې اسلام اباد ولې د خبريالانو لپاره خطرناکه ښار ګرځېدلی دی او په فاټا کې بيا دا خطره کمه شوې ده؟
هغه کوم لاملونه دي چې د پخوا دښمن هېوادونه يې ښې ملګرتيا جوړولو ته اړ کړي دي.؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي په داسې حال کې مذاکرات نه شي کیدایچې د دوی ملګري نيول کېږي او ورپسې منفي خبرې هم کېږي.
جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روس د مځکني پوځ له قومندان جنرال اولګ ساليوکوف سره په کريميلن محل کې ليده کاته کړي دي.
غونډه په کراچۍ کې د ډان مېډيا ګروپ او د پاکستان منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ څانګې په ګډه جوړه کړې وه.
د پېښور کور کمانډر ويلي چې د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې جايزې دي او په دې اړه به د غورځنګ له مشرانو سره خبرې اترې کېږي.
د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې پاکستان د بشري حقونو په ښه کولو کې پاتې راغلی دی.
د پنجاب پوليسو مرستيال مشر محمد طاهر په مشرۍ کې جوړه شوې چې پکې به د استخباراتي ادارو ای اېس ای، اېم ای او سپېشل برانچ چارواکي هم شامل وي.
په لاهور ښار کې د سپريم کورټ د يو جج اعجازالحسن پر کور د ډزو د پېښې پرضد د پاکستان د وکيلانو اتحاديې د دوشنبې پر ورځ د ټول هېواد په عدالتونو کې د علامتي احتجاج غږ کړی دی. خو د بلوچستان وکيلانو ويلی چې دوی به احتجاج و نه کړي.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې که په اتلسم ترميم کې د بدلون هڅه وشوه نو پر ضد به یې غږ پورته کړي. نوموړي دا خبره د يکشنبې پر ورځ په بونير کې يوې ولسي غونډې ته وکړه.
نور وښیئ