د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پاکستانۍ او هندۍ رسنۍ صحافت کم، حب الوطني زیاته ښيي''


په اسلام اباد کې د اخبار پلورلو یوه ځای.
په اسلام اباد کې د اخبار پلورلو یوه ځای.

په پاکستان او هند کې له تېرو څو ورځو راهسيې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف له خوا د ممبۍ حملو په اړه کړې خبرې تاوده بحثونو رامنځ ته کړي دي.

که يو خوا حکومت، پوځ او سياسي ګوندونه پردې باندې خپل دريځونه ورکړي نو بل خوا د پاکستان او هند ميډیا په خپلو مباحثو، شننو او رپورټونو کې دې موضوع ته لومړيتوب ورکړی دی.

د شنبې پر ورځله ډان ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال د مسلم ليګ (ن) رهبر نوازشريف پوښتنه راپورته کړه چې اخر ولې د ممبۍ حملو په اړه د پنډۍ ترهګرۍ ضد عدالت کې روانه مقدمه سر ته نه رسول کېږي؟

هغه دا هم وويل، وسله وال چې ورته غير رياستي عناصر ويل کېږي په پاکستان کې لاهم فعاله دي نو ايا هغوی ته اجازه ورکړل شي چې د پولې هغې غاړې واوړي او په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان و وژني.؟

د ممبۍ بريد په ۲۰۱۸ م کال کې شوی وو چې پکې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.

هند د بريد تور پر پاکستان مېشت ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر جنګوي و لګاوه.

څنګه چې ډان ورځپاڼې د نوازشريف د ممبۍ حملو په اړه د هغه څرګندونې خپرې کړې د هند زياترو مطبوعاتو او ټیلي ويژن چېنلونو له دې څخه دا مانا واخیستله چې د پاکستان پخواني وزيراعظممنلې چې هېواد يې په ممبۍ حملو کې لاس لري.

چې څنګه دا موضوع د هند د مطبوعاتو د سر خبر شو د پاکستان رسنيو هم پر دې موضوع تاوده بحثونه پیل کړل.

له دې وروسته د پاکستان حکومت،پوځ او سياسي ګوندونو د نوازشريف د څرګندونو په اړه نظرونه ورکړل او هغه و غندل شول چې د دوی په وينا په داسې خبرو کولو سره يې د پاکستان ملي ګټو ته تاوان رسولی دی.

خو نوازشريف د دوشنبې پر ورځ بيا وويل چې پر خپله خبره ولاړ دی او راتلونکې کې به هم د حق خبره کوي.

د پاکستان ميډيا زياتره خپرونې لاهم ددې موضوع شاوخوا راګرځي.

په اسلام کې د بي بي سي مشر هارون رشيد وايي چې تل داسې شوي چې د دواړو هېوادونو ميډیا خپل مسلکي اصول له پامه و غورځولی او داسې خپرونې او مباحثې جوړې کړي چې پکې صحافت کم او حب الوطني زياته وي.

هغه زياته کړه کله چې له پاکستان څخه داسې خبر راشي چې د هغه د هند د نظر ملاتړ کوي نو د هند مطبوعات يې په ډېر شدت سره را اوچت کړي او ددې په ځواب کې د پاکستان مطبوعات هم په خپله دفاع کې خپرونې پيل کړي.

نوموړي زياته کړه چې په دواړو هېوادونو کې د هغو مطوبوعات شمېر ډېر کم دی چې بې پرې خپرونې وکړي.

خو هندۍ خبريال سو شنت سرين په هند کې پر ميډيا د حکومتي کنټرول خبره نه مني البته وايي چې درې نورې داسې وجې دي چې هغه د ميډيا له خوا د هند او پاکستان لانجمنو مسيلو ته د هوا ورکولو سبب ګرځي.

دده په وينا لومړی وجه يې دا ده چې هندي رسنۍ د حب الوطني ښکار شي.

دويمه د بازار يا مارکېټ ده او مطبوعات هغه څه خپروي چې خلک يې لوستل غواړي او دريمه هغه يې د مځکنو حقيقتونو ده.

ددې وضاحت سوشنت سرين داسې کوي چې کله په ممبۍ کې عام وژنه وشوه نو هغه خلک چې دا وژنې يې کړې وې او هغه چې ورباندې يې قتلونه کړي وو، ووايي چې نه دا خو هند پخپله پلان کړې وې نو دده په وينا په داسې حال کې خبريالان په غصه شي او بيا د غصې په حالت کې خپرونې کوي.

هارون رشيد وايي چې که د پاکستان او هند حکومتونه پر ميډيا باندې له خپل خپل دريځ تپلو څخه لاس واخلي نو ممکن ده چې رسنۍ له مسلکي اصولو سره سم بې پرې، متوازنې، شفافه او پر حقايق ولاړې مباحثې، تجزیې او رپورټونه خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG