د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پاکستان د بشري حقونو ښه کولو کې ناکامه''


د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې پاکستان د بشري حقونو په ښه کولو کې پاتې راغلی دی.

امريکايي خبرې اژانس اېشوشيټډ پرېس په دې اړه په خپل رپورټ کې ويلي چې د بشري حقونو سازمان د ۲۰۱۷ز کال کلنۍ رپورټ د يکشنبې پر ورځ خپور کړ.

پر ۲۹۶ پاڼو مشتمل دغه کلنۍ رپورټ د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان بنياد اېښودونکې عاصمه جهانګير ته ډالۍ شوی دی.

نوموړې سږکال د فبروري په مياشت کې وفات شوه.

په رپورټ کې په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر مختلفو برخو رڼا اچول شوې ده.

په دې کې ويل شوي چې عدم برداشت او مذهبي سختدريځۍ د خلکو د معاشي او ټولنيزو حقونو په مخ کې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان مشر ډاکټر مهدي حسن د دوشنبې پر ورځ ياني نن مشال راډيو ته وويل چې حکومت د مذهبي سخدريځۍ په مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

''که څه هم په پاکستان کې مذهبي سختدريځي په اقليت کې دي خو د هغو اثرو نفوذ زيات دی. زما په فکر اوسنی حکومت ډېر کمزورۍ دی او هيڅ ډول اقدام نه کوي. په مختلفو موقعو داسې لېدل شوي هم دي. لکه په اسلام اباد کې چې تحريک لبيک يارسول الله چې کوم پرلت وهلی وو هغوي ته د تړون په شکل کې رعايت ورکړل شو. د هغو پرضد چې کومې مقدمې درج شوې وې د هغو په تړاو چې نن (دوشنبې پر ورځ) عدالت اورېدنه کوله نو هغه و درول شوه او و ويل شو چې موږ بيا تحقيقات کوو او مقدمه به درجوو. زما شک دی چې له هغو سره د مقدمو په اړه سودا بازي شوې ده او اوس بيا داسې مقدمه درجوي چې پکې له هغو سره رعايت وشي.''

د بشري حقونو په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په پاکستان کې مذهبي اقليتي ډلې لکه عيسويان او احمديان په نښه کېږي او ورباندې د توهين رسالت تورونه لګېږي.

د لادرکه کسانو په اړه ډاکټر مهدي حسن وايي چې دا مسيله لاهم حل شوې نه ده.

''د عامو خلکو نظر دا دی چې کوم خلک لادرکه کړل کېږي هغه د جاسوسي ادارو خلک اوچتوي نو ځکه په دې اړه د خلکو په پراخه کچه ذهن جوړونه نه کېږي. د لادرکه کسانو په اړه لږ کسان چې له مدني ټولنو سره يې تعلق وي دې مسيلې ته توجو ورکوي چې پر ټولنه او قانون نافذونکو ادارو يې څه زيات اثر نه وي. نو دا مسيله هم هغسې پر خپل ځای پرته ده.''

خو د پاکستان پوځ تل دا ويلي چې دوی د خلکو په لادرکه کولو کې هيڅ لاس نه لري.

د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په رپورټ کې ويل شوي چې په دې هېواد کې پروسږ کال د ترهګرۍ پېښې کمې شوې وې.

د سازمان په رپورټ کې ويل شوي چې بلاګ ليکونکيو ته لاهم دړکې ورکول کېږي، حملې پرې کېږي او تښول کېږي او د توهين رسالت د قانون له لارېخلک مجبور کېږي چې خاموشه شي.

XS
SM
MD
LG