د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرته له بلوچستانه، د پاکستان وکیلان احتجاج کوي


د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

پراګ ـ په لاهور ښار کې د سپريم کورټ د يو جج اعجازالحسن پر کور د ډزو د پېښې پرضد د پاکستان د وکيلانو اتحاديې د دوشنبې پر ورځ د ټول هېواد په عدالتونو کې د علامتي احتجاج غږ کړی دی. خو د بلوچستان وکيلانو ويلی چې دوی به احتجاج و نه کړي.

د پاکستان بار کونسل مرستيال مشر کامران مرتضی د اتوار په ماښام مشال راډیو ته وويل چې د سپريم کورټ جج اعجازالحسن پر کور د ډزو د پېښې غندنه کوي.

نوموړي وويل چې په ټول پاکستان کې يې پر وکيلانو غږ کړی دی چې د دوشنبې په سهار يوولس بجو څخه تر پاوکم دوولس بجو پورې دې علامتي احتجاج وکړي او پر لاسونو تورې پټۍ و تړي.

((د يوه جج پر کور دوه ځله ډزې شوې دي. يو ځل د شنبې په شپه او دوهم ځل د اتوار پر سهار. که ججان داسې ګواښل کېږي نو ددې ذمه واري خو پر حکومت راځي. هغه جج که محافظان هم ولري، يو عام کس خو نه دی او بل هغه مقدمې هم اوري نو په داسې حال کې د يو چا پر کور بريد کول او بيا د ملزمانو نه نيول کېدل په خپله يوه نابلده ده.))

خو د بلوچستان وکيلانو ويلي چې د پاکستان بار کونسل داحتجاج اعلان نه مني. د بلوچستان بار کونسل او د جوډېشل کميشن غړي منيرکاکړ د اتوار په ماښام مشال راډیو ته وويل چې تر څو د جج پر کور د ډزو په اړه پوره پلټنې نه وي شوي بايد احتجاج و نشي.

نوموړي وويل، دوی شک لري چې دا پېښه به نه وې شوي او که چېرته شوې هم وي نو دا به د درېم قوت لاس وي ځکه چې هغه غواړي د سياستوالانو او عدالت ترمنځ روان کړکېچ نور هم زيات کړي.

خو د خېبر پښتونخوا بار کونسل مشر فدا محمد خان بيا مشال راډیو ته وويل چې دوی د پاکستان بار کونسل اعلان مني او په دې اړه به د پېښور های کورټ د وکيلانو د ناستې په کوټه کې احتجاجي غونډه کوي.

د سپريم کورټ د جج اعجازالحسن کور د لاهور په ماډل ټاون کې دی. د هغه پر کور تر ډزو وروسته د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار د پېښې ځای ته ورسېد او د ملزمانو د نيولو حکم يې ورکړ.

پوليس وايی چې د پېښې له ځای څخه يې شواهد ټول کړي دي. د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف پېښه غندلې او د عاملينو د نيولو امر يې کړی دی.

XS
SM
MD
LG