د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه او پاکستان ولې يو بل ته نږدې کېږي؟


د پاکستان او روسيې د پوځ مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځونو په کچه د اړيکو پر لا پراخولو خواهش څرګند کړی دی.

جنرال قمر جاويد باجوه او اولګ ساليکوف د سېشنبې پر ورځ په ماسکو کې ملاقات وکړ.

د سړې جګړې پر مهال پاکستان د امريکا اتحادي وو او د روس په مشرۍ له پخواني شوروي اتحاد سره يې تعلقات خراب ول خو له تېرو څو کلونو راهيسې اسلام اباد او مسکو يو بل ته د نږدې کېدلو هڅې کوي او په دې لړ کې د دواړو هېوادونو ولسي او پوځي چارواکي د يو بل د هېواد سفرونه هم پيل کړي دي.

هغه کوم لاملونه دي چې روس او پاکستان سره رانږدې کوي.؟

دا اور ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د نړيوالو اړيکو پوه ډاکټر شهريار او د پېښور پوهنتون د سمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي.

پاکستان او روسيه ولې رانږدې کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG