د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وايي که انتخابات یې وګټل ۶ مهمې پرېکړې به وکړي


د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي.

پراګ ـ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د راتلونکيو ټولټاکنو په نتيجه کې په واک کې د راتلو په صورت کې يو سل ورځنی پروګرام اعلان کړی دی.

دغه شپږ نکاتي پلان د ګوند مرستيال مشر شاه محمود قريشي ديکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال په ډاګه کړ. نوموړي وويل چې فاټا به په قامي بهير کې شاملوي او په دې لړ کې چې د چارشنبې پر ورځ کوم قانون په اسمبلۍ کې وړاندې کېدونکی دی هغه به د تحريک انصاف د فکر عکاسي کوي. دا شان نوموړي وويل چې له بلوڅو وسله والو سره به روغه جوړه کوي، جنوبي پنجاب ته به د صوبې حېثېت ورکوي، غربت به ختموي او دا شان د شپږ نکاتي پلان له مخې به د کراچۍ حالات ښه کوي.

دا هر څه خلايي پروګرامونه دي چې يوازې د انتخاباتو لپاره وي، نه د دې لپاره چې ورباندې عمل وکړي.
د مسلم لیګ نوازګوند یو سیاستوال چودري ارمغان

خو د تحريک انصاف مخالفه ګوندونو دغه شپږ نکاتي پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستی دی. په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې استازي چوهدري ارمغان سبحاني د يکشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ چې دا پروګرام د تحريک انصاف نه بلکې ددې ګوند تر شا د ولاړو قوتونو دی.

((دا په اصل کې هغو ادارو يا خلکو تحريک انصاف ته په لاس ورکړی چې انتخابات منظموي. دوی چې پنځه کاله پر خېبر پښتونخوا حکومت وکړ او چې کومې وعدې يې کړې وې هغه څه شوې؟ هغه يو ارب ونې څه شوې؟ دوی د صوبې له کرپشنه د پاکولو ژمنه کړې وه، تاسو يو کس هم داسې راښودلای شئ چې دوی په ګوته کړی وي، د هغه پر ضد يې تحقيقات کړي وي او بيا يې سزا ورکړې وي؟ دا هر څه خلايي پروګرامونه دي. دا خلايي مخلوق او خلايي پروګرام يوازې د انتخاباتو لپاره دی نه ددې لپاره چې ورباندې عمل وکړي.))

که څه تحريک انصاف ادعاکوي چې په خېبر پښتونخوا کې يې د پخوانيو حکومتونو په پرتله زيات بدلونونه راوستي دي خو ددې ګوند مخالفين له دې ادعاوو سره اتفاق نه کوي. په دې کې يوه هم عوامي نېشنل پارټۍ ده.

عمران خان چې پخوا کوم اعلانونه کړي وو په هغو عمل و نه شو ځکه نو هغه اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرټري میا افتخارحسین

ددې ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين مشال راډیو ته وويل، ښکاري نه چې تحريک انصاف به خپل شپږ نکاتي پروګرام عملي کړای شي. هغه زياته کړه، لومړی خبره دا ده چې د عمران خان پر ځای شاه محمود قريشي دا پروګرام اعلان کړ. دده په وينا دا ځکه چې عمران خان چې پخوا کوم اعلانونه کړي وو په هغو عمل و نه شو ځکه چې هغه اعتبار له لاسه ورکړی دی. د ميا افتحار حسين په وينا چې عمران خان په تېرو انتخاباتو کې ويلي وو چې په نوي ورځو کې به بدلون راولي خو پنځه کاله يې پر خېبر پښتونخوا حکومت وکړ خو بدلون رانغلو.

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې به په جولای مياشت کې عام انتخابات وشي او تحريک انصاف هغه لومړی ګوند دی چې په واک کې د راتلو په صورت کې يې شپږ نکاتي پروګرام اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG