د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور کور کمانډر د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې جایزې وبللې


منظور پښتون د لاهور غونډې ته د وینا پرمهال
منظور پښتون د لاهور غونډې ته د وینا پرمهال

د پېښور کور کمانډر ويلي چې د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې جايزې دي او په دې اړه به د غورځنګ له مشرانو سره خبرې اترې کېږي.

لېفټیننټ جنرل نذير احمد بټ د سېشنبې پر ورځ په خپل دفتر کې د خبريالانو له يوې ډلې سره د خبرو اترو پر مهال وويل، که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای دي خو د دې غورځنګ په جلسو کې چې د پوځ پر ضد کومې نعرې وهل کېږي هغه سمې نه دي.

په پېښور کې ميشت خبريال شميم شاهد يو له هغو خبريالانو وو چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود.

نوموړي مشال راډیو ته وويل، د پېښور کور کمانډر وینا وه چې له پښتون تحفط موومنټ سره د خبرو اترو کولو فيصله یې څور ورځې وړاندې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړې وه.

د جنرال نذير بټ په وينا چې د خبر اترو په کمېټۍ کې د ملاکنډ او قبايلي سيمو مشران شامل دي چې په دې تړاو يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره يوه ناسته شوې هم ده او بله هغه به ډېر ژر وشي.

پښتون تحفظ غورځنګ تر لاهوره ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

د ورک کړل شويو کسانو په اړه د غورځنګ د غوښتنې په اړه د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې جنرال نذير بټ وویل چې په هغوی کې داسې مشکوکه ترهګر هم شته چې لاسونه يې د بې ګناه خلکو په وينو سره دي.

هغه زياته کړه چې نيول شوي مشکوکه ترهګرو سره به له قانون سره سم چلند کېږي او عدالت ته به وړاندې کول کېږي.

د تحريک طالبان پخواني وياند احسان الله احسان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د شميم شاهد په وينا کورکمانډ وويل، هرڅوک چې حکومت ته تسليم شي له هغه سره به د قانون مطابق برخورد کېږي، د هغو مقدمه به عدالت ته وړل کېږي او هغه به يې د مستقبل فيصله کوي.

پښتون تحفظ موومنټ د اپريل پر ۲۲مه نېټه په لاهور کې جلسه کړې وه چې پکې يې غوښتنه کړې وه چې د رښتيا مالومولو او پخلاينې کميشن دې جوړ کړل شي د خېبر پښتونخوا او فاټا د خلکو ستونزې حل کړي.

منظور پښتین وايي د پښتنو د حقونو تر خوندیتوبه مبارزه کوي

پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې لري چې په فاټا کې دې پر امنيتي پوستو خلک نه ځورول کېږي، تر ناوړې پېښې وروسته دې کرفيو نه لګول کېږي، ورک کړل شوي کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي، د نقيب مسود په وژنه تورن پوليس افسر راو انوار ته دي سزا ورکړل شي او فاټا دي له ماينونو پاکه کړل شي.

XS
SM
MD
LG