د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اونۍ د یو کارپوه سره په دې موضوع خبرې کوو چې د راتلونکیو پارلیماني انتخاباتو پر مهال سیاسي ګوندونه د کمپاین لپاره د ټولنیزو رسنیو استعمال څه ډول کوي؟

په پاکستان کې راتلونکي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ م کال په جولای میاشت کې کېدونکي دي. سیاسي ګوندونو وار له مخې انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي دي.

په دودیزه ډول پاکستان کې د انتخاباتو کمپاین د بینرونو، پوسټرونو او لوحو په لګولو او همدا رنګه په حجرو پر ګرځېدو مشتمل وي او همدا رنګه لویې جلسې هم ترسره کېږي خو د نورې نړۍ په شان دغلته هم اوس د انتخاباتي کمياین لپاره د ټولنیزو رسنیو نه هم په پراخه کچه ګټه اخېستل کېږي.

د مشال مرکې د دې اونۍ کوربه عبدالحۍ کاکړ په دې موضوع د ډېجېټل میډیا د یو کارپوه اسامه خلجي سره خبرې کړې دي.

د مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG