د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې نا امني ولې زیاته شوې؟


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

پراګ ـ د یکشنبې پر ورځ په شمالي وزيرستان کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کړې چې په هدفي بريدونو کې د وژل شویو کسانو قاتلان دې مالوم کړل شي.

چارواکي وايي چې د خالي په شپه په میرانشاه او میرلي کې وسله والو درې تنه په کورونو کې دننه په ډزو ووژل او بیا وتښتېدل.

ځايي خلک ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې په تېرو دوو میاشتو کې نا امني زياته شوې او په دې دوران کې شاوخوا لس کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي او دوه سکولونو ړنګ کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ م کال د جون پر ۱۵ مه نېټه د وسله والو طالبانو پر ضد د ضرب عضب په نوم پراخ عمليات پیل کړي ول او د پوځي کاروايي د اغېزناکۍ لپاره يې شاوخوا لس لکه اوسېدونکي له سيمي و وېستل.

پوځ د ۲۰۱۶ م کال د ډېسېمبر په مياشت کې اعلان وکړ چې شمالي وزيرستان يې له وسله والو پاک کړی دی خو په عین وخت کې يې په ټول هېواد کې د ردالفساد په نوم عمليات پیل کړل.

له دې اعلان وروسته پوځ او پولټيکل انتظاميې د بې کوره کړل شويو کسانو د ستنېدو لړۍ پيل کړه او زياتره خلک خپلو کورونو ته ستانه شول.

خو د خالي په شپه په هدفي بريدونو کې د درې کسانو تر وژل کېدو وروسته په ميرلي کې چې کومه مظاهره شوې د هغې يوه تنظيمونکي شفقت داوړ د يکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې امنيتي وضع خرابه شوې ده. نوموړي زياته کړه چې وسله وال پټ مخ د خلکو کورونو يا دکانونو ته ورننووځي او تر وژنو وروسته تښتي.

شفقت داوړ زياته کړه چې د مظاهرې پر مهال دوی له حکومته و غوښتل چې پټ مخې بريد ګر دې مالوم کړي؟ هغه له کومه ځايه راغلي او تر بريدونو وروسته چېرته تښتېدلي دي؟

د عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان ړنګ شوي کورونه
د عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان ړنګ شوي کورونه

د ميرلي په حسو خېلو او موسکي کې څو ورځې وړاندې د جينکو دوه سکولونو هم ړنګ کړل شوي ول.

هم په هغه ورځ د اتحاد المجاهدين په نوم يوې ډلې د يوه پمفلېټ له لارې خلکو ته دړکه ورکړه چې لویې نجونه دې سکولونه ته نه لېږي.

خبريال او څېړونکی سميع الله داوړ چې خپله هم د شمالي وزيرستان دی د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې په سيمه کې امنيت ورځ تر بلې خرابېږي. نوموړي ددې وجه د وسله والو طالبانو شمالي وزيرستان ته ستنېدل وبلل.

تر ضرب عضب عملياتو وړاندې شمالي وزيرستان د وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسله ډلو مرکز بلل کېده.

داسې رپورټونه مو هم ترلاسه کړي چې جنوبي وزيرستان ته ستانه شويو وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړل شوې دي.
خبریال سمیع الله داوړ

د سميع الله داوړ په وينا، هغه وسله وال چې ورته د حکومت له خوا عامه معافي ورکړل شوې وه هغوي اوس بېرته سيمې ته ورغلي دي او ښکاره ګرځي را ګرځي. د نوموړي په وينا، داسې رپورټونه يې هم ترلاسه کړي چې جنوبي وزيرستان ته ستانه شويو وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړل شوې دي.

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اپريل پر ۲۵ مه نېټه شاوخوا ۱۵ کاله وروسته ميرعلي ته تللی وو او هلته يې فضلا کانفرنس ته په وينا کې وويل چې وسله والو ورته ډاډ ورکړی چې پرامنه به ژوند کوي.

خو نوموړي دا و نه ويل چې کوم وسله وال؟

دا چې وسله وال سيمو ته ستانه شوي دي، هغوی د ځان د شتون او صلاحيت ثابتولو لپاره پر بريدونو لاس پورې کړی دی.
پخوانی برېګېډیر سید نذیر

د امنيتي چارو پوه پوه پخوانی برېګېډير(ر) سيد نذير د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د زياتې شوې نا امنۍ څلور ممکنه لاملونه کېدای شي. دده په وينا لومړی دا چې وسله وال سيمو ته ستانه شوي دي او هغوي د ځان د شتون او صلاحيت ثابتولو لپاره پر بريدونو لاس پورې کړی دی. دده په خبره، بله ممکنه وجه يې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته ميشت وسله وال دي چې غواړي د پاکستان پوځ د عملياتو د کاميابۍ دعوی غلطه ثابته کړي. سيد نذير د زياتېدونکيو نا امنيو يو بل اړخ د پښتون تحفظ موومېنټ را پورته کېدل هم ګڼي. د نوموړي په خبره، دغه غورځنګ په پېښور، لاهور، سوات او کراچۍ کې جلسې کړې دي او اراده یې ښودلې چې په شمالي وزيرستان کې به هم غونډه کوي نو د هغوی د جلسې د مخنيوي لپاره ممکن ده د ناامنۍ دغه لړۍ پيل شوې وي.

د نوموړي په خبره، د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۱۱ مه په ميرلي کې د جلسې اعلان کړی وو خو هغه هم خپله غونډه و ځنډوله.

مشال راډيو د يکشنبې پر ورځ د شمالي وزيرستان اېډېشنل پولټيکل اېجنټ عبدالناصر سره تماس و نيولو خو هغه د ميرلي له مظاهرې نا خبرتيا وښودله او ویې ويل چې نيم ساعت وروسته به خبرې وکړای شي. خو وروسته ورسره په بيا بيا د تماس و نيول شو خو تيليفونيې اوچت نه کړ.

شمالي وزيرستان ته د طالبانو د راستنېدو په اړه د پاکستان پوځ هم هيڅ نه دي ويلي. البته د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای ايس پي ار په وينا د پوځ مشر جنرال جاويد قمر باجوه په راوالپنډۍ ښار کې د فارمېشن کمانډارانو غونډې ته په وينا کې وويل چې له وسله والو څخه د پاکو شويو سيمو واک به ولسي حکومت ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG