د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملي امنيت کميټه دې د ممبۍ حملې په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې بحث کړي"


د پاکستان پوځ وزيراعظم ته سپارښتنه کړې چې د ممبۍ ترهګر بريد په اړه شوې ګمراکوونکې خبرې دې د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې بحث کړي.

د پوځ د عامه اړيکو ای ايس پي ار وياند مېجر جنرال اصف غفور د يکشنبې پر ورځ پر خپله ټويټر پاڼه د پخواني وزيراعظم نوازشريف نوم ياد نکړ البته ليکلي دي چې وزيراعظم ته سپارښتنه کوي چې د دوشنبې پر ورځ دې د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه د ممبۍ حملې په اړه د ګمراکوونکو خبرو موضوع بحث کړي.

وسله والې ډلې اوس هم فعاله دي چې ورته د غير رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي. ايا دوی ته دا اجازه ورکول پکار ده چې تر سرحد هغې غاړې ته د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان و وژني.؟
نوازشريف

د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې پر ورځ د مسلم ليګ (ن) له مشر نواز شريف سره ځانګړې مرکه کړې وه چې پکې له نوموړي څخه و پوښتل شو چې ولې له واکه ليرې کړل شو؟

ډان ليکي چې نواز شريف د مخامخ ځواب ورکولو پرځای د پاکستان د خارجه او امنيتي چارو په اړه خبرې شروع کړې.

د ورځپاڼې په وينا نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟

هغه ورپسې زياته کړه چې وسله والې ډلې اوس هم فعاله دي چې ورته د غير رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي.

نوازشريف وويل چې ايا دغو وسله والو ډلو ته دا اجازه ورکول پکار ده چې تر سرحد هغې غاړې ته ولاړ شي او د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان و وژني.؟

دا بريد په ۲۰۰۸ م کال کې شوی وو چې هند يې تور پر لشکر جنګوي پورې کړی وو.

پاکستان د هند د تورونو پر اساس د لشکر جنګوي د ځينو مشرانو پرضد د ترهګر ضد عدالت کې مقدمه داير کړې وه چې لا هم سرته نه ده رسېدلې.

زه د مقدمې له ټولو مرحلو خبر يم او پر اساس يې ویلی شم چې هند نه غواړي په شفافه توګه دا مقدمه سرته ورسېږي.
چوهدري نثار

د نوازشريف ددې څرګندونو پر ضد د هغه د ګوند يو مشر او د داخله چارو پخواني وزير چوهدري نثار علي خان د يکشنبې پر ورځ په يوه بيان کې وويل چې دا هند دی چې د مقدمې په سرته رسولو کې مرسته نه کوي.

نوموړي وويل چې د مقدمې له ټولو مرحلو خبر دی او د هغه پر اساس ویلی شي چې هند نه غواړي په شفافه توګه دا مقدمه سرته ورسېږي.

سپريم کورټ پروسږ کال د جولاۍ په مياشت کې د پانامه اسنادو په مقدمه کې نوازشريف نا اهله وګرځولی او له هغه وروسته نوموړي پر عدليه مخامخ او پر پوځ په اشارو کنايو کې تنقيد پيل کړی دی.

ځينې کارپوهان د نوازشريف تازه څرګندونو ته هم په دې تناظر کې ګوري.

ځينې سياستوالان اوکارپوهان پر نوازشريف نيوکه کوي چې د ممبۍ حملو په اړه د هغه څرګندونې به د پاکستان دريځ ته زيان ورسوي.

(زه فکرنه کوم چې د ممبۍ بريد په اړه د نوازشريف څرګندونې به د پاکستان دريځ ته زيان ورسوي.
طلعت مسعود

خو د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی لېفټينېنټ جنرال طلعت مسعود بيا له دې سره اتفاق نه کوي او وايي چې بايد ددې بريد په اړه ټول حقايق په ډاګه شي چې دا رنګه د هند او پاکستان د تعلقاتو په ښه کېدو کې مرسته وشي.

((زه فکرنه کوم چې دا به د پاکستان دريځ ته زيان ورسوي . البته نواز شريف دې ته يو سياسي رنګ ورکړی دی. خو رښتيا خبره دا ده چې د ممبۍ د حملې قضيه د پاکستان او هند د تعلقاتو لپاره يو چېلنج ده. دا قضيه له ۲۰۰۸ م کاله را روانه ده او تر څو حل نه شي د دواړو هېوادونو ترمنځ به تاوتريخوالی دوام ولري. نوازشريف دا وخت له سياسي او نفسياتي پلوه تر فشار لاندې دی نو زما په فکر هغه ځکه ددې مسيلې د راپورته کولو کوشش کړی دی.))

بل خوا د دوشنبې پر ورځ په سېنېت کې د اپوزيشن مشرې شيرين رحمان او د تحريک انصاف مشر عمران خان پر نوازشريف تنقيد وکړ چې هغه په دغسې څرګندونو سره هند ته ګټه رسولې ده.

XS
SM
MD
LG