د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او روس د پوځي اړيکو پر لا پراخولو سره سلا شوي دي


فايل فوټو
فايل فوټو

د پاکستان د پوځ مشر ويلي چې هېواد يې غواړي له روسيې سره دوه اړخيزې اړيکې پراخې کړې.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار د سېشنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روس د مځکني پوځ له قومندان جنرال اولګ ساليوکوف سره په کريميلن محل کې ليده کاته کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې پر دې مهال اولګ ساليوکوف وويل چې پاکستان له جيو سټراټېجک پلوه يو مهم هېواد دی او دوی غواړي چې ورسره د پوځونو په کچه اړيکې پراخې کړې.

د پاکستان له امريکا سره تعلقات خراب شوي دي نو ځکه فکر کوي چې له نورو هېوادونو په خاصه توګه له روسيې سره تعلقات ښه کړي.
جنرال طلعت مسعود

خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي ساليوکوف د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د پاکستان لاسته راوړنې او د سيمې په ثبات کې يې ددې هېواد د رول ستاينه وکړه.

د پوځ خبرپاڼه وايي چې جنرال قمر جاويد باجوه د پوځونو په کچه د تعلقاتو پر پراخولو ټېنګار وکړ او وې ويل چې روسيې د منطقې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولی دی.

د پاکستان او روسيې ترمنځ په تېرو څو کلونو کې تعلقات مخ په ښه کېدو دي.

د سړې جګړې پر مهال پاکستان د امريکا اتحادي وو او له افغانستانه يې د روس په اېستلو کې مهم کردار ادا کړی وو.

د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکي لېفټيننټ جنرل طلعت مسعود مشال راډیو ته وويل چې دواړه هېوادونه له امريکا سره د خرابو تعلقاتو په تناظر کې يو بل ته نږدې کېږي.

((د پاکستان له امريکا سره تعلقات خراب شوي دي او تمه يې هم نشته چې ژر يا په راتلونکې کې به يې اړيکې بهتره شي نو پاکستان دا فکر کوي چې له نورو هېوادونو په خاصه توګه له مهمو هغو چې پکې روسيه يو ډېر مهم هېواد دی تعلقات ښه کړي. دروسيې پر افغانستان او ټوله منطقه باندې اثر ونفوذ زيات دی نو ځکه پاکستان فکر کوي چې ورسره تعلقات ښه کړي.))

پاکستان له جيو سټراټېجک پلوه يو مهم هېواد دی او غواړو چې ورسره د پوځونو په کچه اړيکې پراخې کړو.
جنرال ساليوکوف

​افغانستان د پاکستان او امريکا د خرابو تعلقاتو مهمه وجه ده.

واشنګټن تور پورې کوي چې پاکستان وسله والو طالبانو ته پناه ورکړې ده خو پاکستان بيا دا تورونه ردوي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات ښه نه دي خو بيا هم د لوړپوړو چارواکيو پر کچه يې خبرو اترو ته دوام ورکړی دی.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امريکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز د دوشنبې پر ورځ د اسلام اباد سفر وکړ او د هغه هېواد د خارجه چارو سېکېټرې تهمينه جنجوعه سره يې وليدل.

XS
SM
MD
LG