د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو لپاره اسلام اباد ولې زيات او قبايلي سيمې کمې خطرناکې دي؟


په پاکستان کې د بيان او خبريالانو د ازادۍ يو غير حکومتي سازمان فريډم نيټ ورک په تازه رپورټ کې ويلي چې اسلام د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک ښار ګرځېدلی دی.

رپورټ د سېشنبې پر ورځ خپور شو چې پکې ويل شوي چې د خبريالانو لپاره تر ټولو کمه خطره په فاټا کې ده.

رپورټ وايی چې د تېرو ۱۱ مياشتو پر مهال پر خبريالانو ۱۵۷ حملې شوې دي چې پکې زياتره له ټيليويژن سره تړلې خبريالان په نښه شوي دي.

په رپورټ کې د رسنيو ۲۰ داسې ادارې يادې شوې چې ورته ګواښونه شوي دي، پنځه خبريالان وژل شوي او ۳۹ يا خو ګرفتار شوي يا په حراست کې ساتل شوي دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا پوښتنه را پورته کړل شوې ده چې اسلام اباد ولې د خبريالانو لپاره خطرناکه ښار دی او په فاټا کې بيا دا خطره کمه شوې ده؟

دا او نورې پوښتنې د رپورټ د جوړوونکې ادارې فريډم نيټ ورک مشر اقبال خټک او د فاټا د خبريالانو د سازمان پخواني مشر صفدر داوړ سره څېړل شوې دي.

ولې اسلام اباد د خبريالانو لپاره زيات او قبايلي سيمې کمې خطرناکې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG