د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکت خټک: د چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ په اړه اندېښنې ځواب شوې


فايل فوټو

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه دوه ورځنۍ غونډې پای ته رسېدلې او چارواکي وايي چې د راهدارۍ په اړه د ځينو پاکستانيانو اندېښنې ځواب شوې دي.

غونډه په کراچۍ کې د ډان مېډيا ګروپ او د پاکستان منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ څانګې په ګډه جوړه کړې وه.

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو او سياسي ګوندونو اندېښنې ښودلې وې او تور يې پورې کړی وو چې د راهدارۍ ټولې ګټې پنجاب ته رسول کېږي.

ددې څانګې مطبوعاتي وياند شوکت خټک د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې د غونډې په دويمه ورځ د راهدارۍ د انرژۍ منصوبې ، د چاپيريال په اړه شته اندېښنې او د چين پاکستان د کاروباريانو له خوا له راهدارۍ څخه د مالي ګټو اخيستو په اړه وړاندېزونه بحث شول.

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو او سياسي ګوندونو اندېښنې ښودلې وې او تور يې پورې کړی وو چې د راهدارۍ ټولې ګټې پنجاب ته رسول کېږي.

په دې اړه په دواړه صوبو کې مظاهرې او احتجاجونه هم شوي ول.

خو مرکزي حکومت دا تورونه رد کړي وو او ويلي وو چې د راهدارۍ څخه به څلور واړه صوبو ته ګټه رسېږي.

دارنګه د اقتصادي چارو ځينې کارپوهانو ويلي وو چې د پاکستان حکومت د راهدارۍ په اړه بشپړه تفصيلات له خلکو پټوي.

خو شوکت خټک وايي چې د کراچۍ په غونډه کې د راهدارۍ په اړه د دغو ټولو شکونو او اندېښنو ته ځواب وويل شو.

اقتصادري راهدارۍ رښتنې بڼه خپله کړې ده او د توانايي په برخه کې دوې منصوبې بشپړې شوې او پر يوه لاهم کار روان دی.
شاهد خاقان عباسي

ډان ميډيا ګروپ او د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت هم وايي چې د غونډې مقصد د اقتصادي راهدارۍ په اړه تت تصوير روښانه کول وو.

د دوشنبې پر ورځ د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې اقتصادري راهدارۍ اوس رښتنې بڼه خپله کړې ده او د توانايي په برخه کې دوې منصوبې بشپړې شوې دي او پر يوه لاهم کار روان دی.

په اسلام اباد کې د چين سفير ياو ژنګ غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې له اقتصادي راهدارۍ څخه د د دوي هدف د پاکستان خلکو ته ګټه رسول دي.

غونډې ته د مسلم ليګ نوازډلې مشر مشاهد حسين سيد هم وينا وکړه او وې ويل چې پاکستان او چين د نړۍ هغه دوه هېودونه دي چې د يو بل د مهمو ګټو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG