عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الاسلام سيفي او د واکمن تحريک انصاف پر ټکټ کامياب شوی د قامي اسمبلۍ غړی شير علي ارباب بحث شوي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځان وژنو پر رجحان، لاملونو او مخنيوي باندې بحث شوی دی.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفرونه کړي چې ددې هېواد په بهرنۍ تګلاره کې ډېر مهم ځای لري.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په هېواد کې د ډېم جوړولو لپاره پر خلکو د چندو ورکولو غږ کړی دی او د دې لپاره يې وزيراعظم فنډ جوړولو اعلان کړی دی.
اسلام اباد پر لور د سفر پر مهال مايک پومپيو خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ له سره تعلقات جوړ کړي.
د پاکستان ښځينه فعالينو د بلوچستان های کورټ د مشرې په توګه د سيدې طاهرې صفدر ټاکنه ستايلې ده او وايي، دا لوموړی ځل دی چې يوې ښځې ته د فيصلې واک او اختيار ورکول کېږي.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سيکرېټري ميا افتخار حسين، د پيپلز ګوند د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان او د سياسي چارو پوه ظفرالله خان سره څېړل شوې دي.
د وسله والو طالبانو د حملو له وجې خبريالانو ځان سېنسروي (سانسوروي) او ميډیا ځکه د چارواکو تر فشار لاندې ده چې ورته ويل شوي چې پر ځېنو مسلو دې رپورټونه نه خپروي
د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي چې د بلوچستان د ګورنرۍ لپاره يې ډاکټر امير محمد خان جوګيزی نه دی نومولی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان لخوا د تحريک انصاف د يو مشر اعظم سواتي په مشرۍ کې جوړې شوې کمېټې ويلي، د جولای ۲۵مې انتخاباتو کې د موبايل فون له لارې د نتيجو لېږلو د نظام (ار ټي اېس) بندېدنې پر پایلو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.
د هند وزیراعظم نريندرا مودي د هغه په مرګ خپګان ښودلی او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې کلديپ نير د خپل وخت يو لوی دانشور وو.
په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تر وژنې وروسته جوړې شوې جرګې ويلي چې که د سيند های کورټ په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انور ضمانت منسوخ نکړ نو دوی به تر لوی اختر وروسته په کراچۍ کې هړتال کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خالي پر ورځ د وزيراعظم په حیث تر سوګند پورته کولو وروسته خپله پنځلس کسيزه کابينه او د سلاکارانو نومونه اعلان کړل چې ورباندې سمدستي د تحريک انصاف د مخالفو او حمايت کوونکیو ترمنځ پر رسنيو بحثونه پیل شول.
که تحريک انصاف حکومت جوړ کړي نو ایا له يو ننګونکي اپوزيشن سره مخامخ شي او که څنګه؟
د تېرې قامي اسمبلۍ په مقابله کې دا ځل ځينې وتلي سياستوالان په قامي اسمبلۍ کې نه تر سترګو کېږي.په دوی کې نوازشريف، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، سعد رفيق او د چوهدري نثار
د پاکستان انتخاباتو کميشن له خوا په خپور شوي حتمي فهرست کې ويل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې څوکۍ د تحريک انصاف دي چې شمېر يې ۱۵۸ دی او ورپسې پاکستان مسلم ليګ نواز دی چې ۸۲ څوکۍ لري.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکېرټري ميا افتخار حسين وايي چې د پاکستان ترهګرۍ مخنيوي ادارې (نېکټا) ورته د خبرداري ليک لېږلی چې پکې ويل شوي، تحريک طالبان پاکستان د هغه د وژلو پلان جوړ کړی دی.
د وزیراعلا د نومولو لپاره تحريک انصاف داوخت له سختو داخلي مشکلاتو سره مخامخ دی.
نور وښیئ