د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په چندو ډیمونه نه جوړېږي"


د اباسین یو انځور، پخوانیو حکومتونو غوښتل پر دې سیند د کالاباغ ‌یم جوړ کړي.
د اباسین یو انځور، پخوانیو حکومتونو غوښتل پر دې سیند د کالاباغ ‌یم جوړ کړي.

پراګ ـ د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په هېواد کې د ډېم جوړولو لپاره پر خلکو د چندو ورکولو غږ کړی دی او د دې لپاره يې وزيراعظم فنډ جوړولو اعلان کړی دی.

د سپريم کورټ ميا ثاقب نثار وار له مخه له خلکو د چندو راټولو لپاره يو فنډ جوړ کړی دی. د وزيراعظم او چيف جسټس له خوا د ډېمونو جوړولو لپاره د چندو اعلان په پاکستان کې يو تود بحث رامنځ ته کړی. ايا په چندو ډېم جوړېدای شي او که څنګه؟

د پاکستان نوی حکومت د يو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ په سمدستي توګه له اقتصادي بحران او د اوبو او انرژۍ له کړکېچ سره مخامخ دی.

د اقتصادي ستونزې د حل لپاره حکومت د پیسو نړيوال صندوق یا ای اېم ايف څخه د پورونو اخېستو خبره کړې ده خو د اوبو د کمښت د مخنيوي لپاره يې د ډېم جوړولو چېلنج په غاړه اخېستی دی.

د کارپوهانو په وينا، د يوه ډیم پر جوړلو د اندازو له مخې له ۱۲ څخه ۱۶ اربه امريکايي ډالر لګښت راځي چې پاکستان يې نلري.

حکومت د دې حل دا سنجولی چې د جمعې په شپه وزيراعظم عمران خان قام ته په خپله وينا کې پر ولس غږ وکړ چې د ډېم جوړولو لپاره ورته چندې ورکړي.

خو د انرژۍ او اقتصادي چارو پوهان فکر کوي چې په چندو دومره لويه منصوبه سر ته نشي رسېدلای.

په دوی کې يو هم په پېښور انجيرنګ يونيورسټۍ کې د انرژۍ لپاره د امريکا او پاکستان د ګډ مرکز استاذ پروفيسر ډاکټر عبدالباسط دی.

نوموړي د سېپټمبر پر نهمه مشال راډیو ته وويل چې چندې خلک هڅولی شي خو د ډیم لګښت نشي پوره کولای.

هغه زياته کړه، حکومت به اړ وي چې د بند جوړولو لپاره له نړيوالو بانکونو لکه ورلډ بانک يا ايي اېم اېف څخه پور وغواړي.

عمران خان په خپله وينا کې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت پاکستانيانو باندې غږ وکړ چې هرکس دې زر زر ډالره د ډېم فنډ ته ورکړي.

خو د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي بيا په دې نظر دی چې په کومه اندازه چې پر بند خرڅ راځي هغه د چندو له لارې نشي پوره کېدلای. دده په خبره، په دې لاره کې دويمه ستونزه د چندو راټولولو پروسه کې شفافيت دی.

د نوموړي په وینا داسې يو طریقه کار نه دی جوړ شوی چې له مخې یې خلک ډاډه شي چې دا پیسې به نه غلا کېږي.

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان دا هم وايي چې حکومت بايد له خلکو د چندو راغونډولو پر ځای حکومتي خرڅې کمې کړي.

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر قيصر بنګالي مشال راډیو ته وويل، حکومت له پکار دي چې غيرترقياتي خرڅونه کم کړي او هغه پر پرمختيايي کارونو ولګوي چې پکې ډیم هم راځي.

عمران خان په خپله وينا کې دا وېره ښودلې وه چې که بند جوړ نه شو نو ښايې تر ۲۰۲۵ م کاله پورې پاکستان له وچکالۍ سره مخامخ شي.

هم دې ستونزې ته په کتو سره د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د دیامير بهاشا او مومندو ډېمونو جوړولو لپاره له خلکو چندې غوښتې وې چې د عمران خان په خبره تر اوسه پکې يو ارب اتيا کروړه روپۍ جمع شوې دي.

د چندو راغونډولو دې رفتار ته په کتو، اکرام هوتي فکر کوي چې که حکومت تر راتلونکيو شپږو کلونو پورې د چندو مهم ته دوام ورکړي نو دده په اندازه ممکن ده زيات څخه زيات ۵۰ اربه روپۍ راغونډې کړي چې دده په خبره د ډېم يا بند جوړولو لپاره کافي نه دي.

XS
SM
MD
LG