د لاسرسي ځای

تازه خبر

ار ټي اېس له انتخاباتي درغلیو سره هېڅ تعلق نه لري: سواتی


د جولای پر ۲۵مه یو کس په لاهور کې خپله رایه استعمالوي.
د جولای پر ۲۵مه یو کس په لاهور کې خپله رایه استعمالوي.

پراګ ـ د پاکستان وزيراعظم عمران خان لخوا د تحريک انصاف د يو مشر اعظم سواتي په مشرۍ کې جوړې شوې کمېټې ويلي، د جولای ۲۵مې انتخاباتو کې د موبايل فون له لارې د نتيجو لېږلو د نظام (ار ټي اېس) بندېدنې پر پایلو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د جولای ۲۵مې انتخاباتو د نتيجو پر وخت ترلاسه کولو لپاره د موبايل يو اېپليکېشن جوړ کړی وو چې په لنډو ټکو کې ورته ار ټي اېس ويل کېږي.

خو کله چې د جولای پر ۲۵مه د ټاکنو بهير پای ته ورسېد او د ووټونو د شمېرلو بهير پيل شو، پر دغه مهال دغه سېسټم کار پرېښود.

پر هم دې موضوع نور راپورونه:

د قامي اسمبلۍ پر ۱۱ چوکیو بیا ټاکنې په اکتوبر کې کېږي
قامي اسمبلۍ ته د نویو څهرو ورتګ او د زړو مخه ښه
د تحریک انصاف مخالف ګوندونه ولې د ګټلو هڅې نه کوي؟
د اپوزیشن لوی اتحاد احتجاج روان دی، نتیجې به یې څه وي؟

کله چې د ټاکنو نتيجې مخې ته راغلې نو مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ او نورو ګوندونو تورپورې کړ چې دا سېسټم ځکه بند کړل شو چې دارنګه د تحريک انصاف په حق کې ټګي وکړل شي.

خو د انتخاباتو کمېشن دريځ خپل کړ چې ار ټي اېس د تخنيکي ستونزې له وجې کار پرېښی و. خو د پاکستان بله اداره نادرا چې د دغه نظام چلولو چارې یې پر غاړه وې، وويل چې ارټي اېس خراب شوی نه وو بلکې بند کړل شوی وو.

د جولای ۲۵مې انتخاباتو کې د عمران خان ګوند تر نورو زیاتې څوکۍ وګټلې
د جولای ۲۵مې انتخاباتو کې د عمران خان ګوند تر نورو زیاتې څوکۍ وګټلې

د دې تورونو د جاج اخېستو لپاره د تحريک انصاف مشر عمران خان د سېنېټر اعظم سواتي په مشرۍ کې د خپل ګوند يوه پلټونکې کمېټي جوړه کړه چې هغې د شنبې پر ورځ خپلې پايلې له عمران خان سره شريکې کړې.

اعظم سواتي د يکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، د دوی پلټنې ښيې چې د ارټي اېس بندېدو د انتخاباتو په نتيجو منفي اثر نه دی کړی.

هغه زياته کړه:

((د ار ټی ايس د ناکاره کېدو له وجې خپلواک او شفاف انتخابات په هېڅ صورت هم متنازعه کېدلی نشي. موږ زما په مشرۍ کې د تحقيقاتو لپاره کارپوهان راغونډ کړي او دا ثابتوي چې نادرا د بل چا په وينا د ار ټي اېس سېسټم نه وو بند کړی، البته که بند وو نو د بندېدو له وجې يې پر انتخاباتو هېڅ اثر نه دی پرېوتی.))

خو اپوزیشن ګوندونه د اعظم سواتي له پلټنو سره اتفاق نه کوي.

د اپوزېشن مشران وايي په انتخاباتو کې ټګي شوېده.
د اپوزېشن مشران وايي په انتخاباتو کې ټګي شوېده.

د مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر سېنېټر راجا ظفرالحق د د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې د ارټي اېس د بندېدو په انتخاباتو کې له شوې ټګۍ سره تعلق شته.

((زما په فکر د داندلۍ له ار ټي اېس نظام سره تعلق دی. دوی چې وايي، سیسټم خراب شو بيا وروسته یې وويل چې سیسټم ورو شوی وو خو حقيقت دا دی چې پر لويه کچه داندلي شوې ده.))

بلخوا د پاکستان ډېلي ټايمز او جيو نيوز د يکشنبې پر ورځ رپورټونه خپاره کړي چې وايي، د سېنېټ د کورونيو چارو قايمه کمېټې مشر رحمان ملک د پاکستان پر وزيراعظم عمران خان غږ کړی چې د ار ټی اېس د بندېدو په اړه دې يو تحنيکي کمېټي جوړه کړي.

نوموړي دا غوښتنه په يوه خط کې کړېده چې پکې دا هم ويل شوي چې دغه تخنيکي کمېټي دې د ارټي اېس د بندېدو د وجوهاتو ترڅنګ ذمه واره کسان په ګوته کړي او داډول هغوی ته دې سزا تجويز کړي.

XS
SM
MD
LG