د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف مخالف ګوندونه ولې د ګټلو هڅې نه کوي؟


د اګست په ۸مه د تحریک انصاف مخالفو ګوندونو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.
د اګست په ۸مه د تحریک انصاف مخالفو ګوندونو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.

پراګ ـ د پاکستان انتخاباتو کميشن له خوا په خپور شوي حتمي فهرست کې ويل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې څوکۍ د تحريک انصاف دي چې شمېر يې ۱۵۸ دی او ورپسې پاکستان مسلم ليګ نواز دی چې ۸۲ څوکۍ لري.

کله چې د جولای پر ۲۵ انتخابات وشو نو مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ، متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، قامي وطن ګوند او نېشنل پارټۍ ټاکنې له درغلۍ ډکې و بللې او پرضد يې اتحاد جوړ کړ.

دوی اعلان وکړ چې د وزيراعظم، سپيکر او ډپټي سپیکر په ټاکنو کې به ګډ اميدواران دروي.

اتحاد د وزيراعظمۍ لپاره د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف، د سپيکر لپاره د پيپلز پارټۍ مشر خورشيد شاه او د ډپټی سپيکر لپاره د متحده مجلس عمل د مشر مولانا فضل الرحمن زوی اسد محمود و نوماوه.

که څه هم تر انتخاباتو وروسته تحريک انصاف د حکومت جوړولو لپاره هلې ځلې پیل کړې او اوه ګوندونه يې له ځان سره ملګري کړل خو بل خوا د مخالفه ګوندونو اتحاد د کانديدانو اعلانولو سربيره هم د هغوي لپاره د ووټ په پېداکولو کې زيات فعاله نه ښکاري.

خو د پيپلز پارټۍ يو مشر د قامي اسمبلۍ پخوانۍ سپيکر فيصل کريم کنډی وايي چې دوی پټې رابطې کړي دي خو غواړي نه چې په ډاګه يې کړي.

(( د پارلېماني اصولو مطابق د سپيکر او مرستيال سپيکر لپاره به خفيه او د وزيراعظمۍ لپاره ښکاره رايه اچونه کېږي. زموږ ګوند د سپيکر د اسمبليو له غړيو سره پټې رابطې کړې دي چې نه غواړو په ډاګه يې کړو.))

له قانون سره سم به هغه ټاکل شوي غړي چې تر يوه يې زياته څوکۍ ګټلې به تر سوګند پورته کولو له مخه نورې ټولې ګټلې څوکۍ پرېږدي نو په دې تناظر کې که وکتل شي نو تحريک انصاف به شپږ څوکۍ له لاسه ورکوي او شمېر به له ۱۵۸ څخه ۱۵۲ ته راکم شي.

خو ددې په مقابل کې د دې ګوند مخالفه اتحاد د قامي اسمبلۍ ۱۵۱ غړي لري نو د کارپوهانو په وينا په داسې حالاتو کې د تحريک انصاف مخالفه ګوندونو د سختې مقابلې صلاحيت لري.

په اتحاد کې شامل د عوامي نېشنل ګوند جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين وايي چې پيپلز پارټۍ او مسلک ليګ نواز د سختې مقابلې لپاره سنجيده نه ښکاري.

هغه زياته کړه،

((پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ډلې له سنجيدګۍ تاسو داسې اندازه لګولی شي چې دواړو کولی شو په پنجاب کې حکومت جوړ کړي خو نه يې جوړوي. دوی کېدلی شي د وزيراعظمۍ څوکۍ وګټي خو زما په فکر هغې ته هم سنجيده نه دي. دواړه ګوندونه غواړي عمران خان حکومت جوړ کړي چې پته ولګېږي چې څنګه کارکردګي ښکاره کوي.))

په کراچۍ کې خبريال او څېړونکی ايم ضياوالدين وايی چې په پاکستان کې اصل واکمن بل څوک دي نو ځکه پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز د وزيراعظمۍ، سپيکر او ډپټی سپیکر څوکيو ګټلو لپاره زيات فعال نه دي.

هغه زياته کړه،

((زما په فکر ددې هېواد اصل واکمنو چې د راتلونکيو ورځو لپاره کوم پلان جوړ کړی دی په هغه کې د ګوندونو د اتحاد ګټه نشته نو که دوی کوشش هم کړی وای ګټلې يې نشوه. دا ځکه دا يوه فارموله ده او په دې هېواد کې د فارمولې مطابق کار کېږي چې په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې جوړېږي. مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ په دې اړه تجربه لري، هغه ځکه دوی هم وخت پر وخت دد دغو فارمولو مطابق کار کړی دی. زما خيال دی هم دا وجه ده چې دوی د مقابلې کوشش نه کوي، خو که ميدان خلاص وای او د بهرنيو قوتونو مداخلې نه وای نو اپوزيشن ته چې څومره ښه ووټ ترلاسه شوی دی، کولای يې شو ل چې په مرکز او پنجاب کې سخته مقابله وکړي.))

خو د پيپلز پارټۍ يو مشر فيصل کريم کنډی وايي چې سپيکر څوکۍ دوی ته ورکړل شوې او دوی د رايو لپاره پټې رابطې کړې خو د وزيراعظمۍ څوکۍ له مسلم نواز ډلې سره ده نو بايد هغوی په دې اړه زيات فعاليت ښکاره کړي.

مشال راډیو په دې حقله د مسلم نواز له مشرانو سره رابطې کوششونه وکړل خو خو کاميابه نه شوه.

XS
SM
MD
LG