د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا پر سر د پي ټي ای لانجه


په پاکستان کې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو د نتيجو له مخې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اکثره څوکۍ تحريک انصاف ګټلې دي او دا ګوند به په صوبه کې راتلونکې حکومت جوړوي.

خو د وزیراعلا د نومولو لپاره تحريک انصاف داوخت له سختو داخلي مشکلاتو سره مخامخ دی.

ددې د حل لپاره د تحريک انصاف مشر عمران خان د سېشنبې پر ورځ پېښور ته ولاړ او هلته يې د اسمبلۍ له کاميابه شويو غړيو سره ملاقات وکړ.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ګورو چې تحريک انصاف د وزيراعلا د نومولو له مشکل سره ولې مخامخ دی او ددې څوکۍ لپاره څوک څوک اميدواران دي.؟

د جيو نيوز ټيليويژن پېښور څانګې مشر محمود جان بابر او په پېښور کې د بي بي سي خبريال رفعت الله اورکزی د بحث ميلمانه دي.

د خېبر پښتونخوا ممکنه وزيراعلی نومولو پر سر په تحريک انصاف کې اختلافات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG