د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امريکا تعلقات بيا سمېدای شي؟


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان پر سفر دی.

په پاکستان کې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو په نتيجه کې د تحريک انصاف د جوړ شوي حکومت وروسته دا لومړۍ ځل دی چې يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ددې هېواد سفر کوي.

د پاکستان او امريکا تعلقات تر بل هروخت زيات خراب دي او د اسلام اباد پر لور د سفر پر مهال مايک پومپيو خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ له سره تعلقات جوړ کړي.

پوښتنه داده چې ايا دا اړيکې له سره جوړېدای شي.؟

دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريال او څېړونکي ابوبکر صديق او د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي.

د پاکستان اوامريکا تعلقات بيا رغېدلی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG