د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار اداره: عمران خان دې د خلکو بنیادي او بشري حقونه خوندي کړي


عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظمۍ د دندې لوړه وکړه
عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظمۍ د دندې لوړه وکړه

پراګ - د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) د پاکستان د نوي وزيراعظم په نوم يو خط ليکلي چې پکې پر عمران خان غږ شوی چې د هېواد د وګړو اساسي بشري، مدني، سياسي، کلتوري او ټولنيز حقونو دې خوندي کړي.

د اګست پر ۲۷مه په خپور دې تفصيلي خط کې په پاکستان کې د بشري حقونو ستونزې يو په يوه تشرېح شوي او په دې لړ کې پر وزيراعظم د کوټلو ګامونو پورته کولو غږ شوی.

عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظمۍ د دندې لوړه وکړه. د نوموړي تحریک انصاف ګوند د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې او وفاقي حکومت یې جوړ کړ.

همدې ګوند په خیبر پښتونخوا کې تر اکثریت تر لاسه کولو وروسته حکومت جوړ کړ او په پنجاب او بلوچستان کې د اېتلافي حکومت برخه دی.

د بیان ازادي

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې عمران خان ته په لیک کې، لومړی د بیان ازادۍ او پر مدنې ټولنې د حملو ذکر کوي او وايي چې په هغه هېواد کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو د ويرې له کبله د رسنيو کار له خنډ سره مخامخ دی.

اداره کاږي، د وسله والو طالبانو د حملو له وجې خبريالانو ځان سېنسروي (سانسوروي) او ميډیا ځکه د چارواکو تر فشار لاندې ده چې ورته ويل شوي چې پر ځېنو مسلو دې رپورټونه نه خپروي او پر ادارو او عدليې دې تنقيد نه کوي.

هيومن رايټس واچ هيله ښودلې چې عمران خان به داسې يو فضا پیدا کړي چې ورسره به د رسنیو د تنقید په اړه زغم زیات شي.

اړوند موضوعات:

په پاکستان او افغانستان کې د مرګ سزا کمه شوې

د ژوب عيسويان وايي د هديرې ځمکه‌ يې قبضه شوې

شرمين عبيد: هر کال زر ناموسي وژنې د پاکستان پر لمن داغ دی

د مېرمنو پرضد د زیات شوي تشدد مخنیوی څنګه کېدای شي؟

پاکستان: د جنسي تشدد په تور نیول شوي ۱۲ کسان خوشې شول

سېنسرشېپ هېواد ته تاوان رسوي: شاهد خاقان عباسي

پنجاب: ګجرات ښار کې پر درېو نجونو تېزاب شېندل شوي

پاکستان کې د ماشومانو ځورونه جدي ستونزه ګرځېدلې

احمدیان وايي تیر کال یې هم ځورونې روانې وې

پاکستان: د مذهب سپکاوي مجازاتو قانون او د لږکیو حالت

د لږکیانو ستونزې او ځورونې

سازمان په خط کې په پاکستان کې د مذهبي او عقيدوي ازادیو موضوع یاده کړې او وايي، په هغه هېواد کې ۱۷ کسان داسې دي چې د پیغمبر د سپکاوي د مجازاتو له قانون سره سم ورته سزا اورول شوې او د پانسۍ په خونه کې بندیان دي.

د ادارې په خبره، په دوی کې زیاتره مذهبي لږکي یا اقلیتونه دي.

همداراز، د احمدي عقیدې د منونکو ځورنې لا هم روانې دي نو سازمان پر حکومت غږ کوي چې د احمديانو پر عبادت لګولی بنديز دې ختم کړي او د هغو کسانوضد دې کارروايی وکړي چې د احمديانو پرضد پارونې کوي.

پر ښځو او نجونو تشدد

هيومن رايټس واچ د عمران خان پام پر ښځو او نجونو د تشدد لوري ته هم اړولی او وايي، په هغه هېواد کې پر ښځو د جنسي تېري، ناموسي وژنې، پر ښځو د تېزابو پاشل، کورنی تشدد او په زور د ودولو پېښې جدي مسله ده.

د بشري حقونو سازمان پر حکومت غږ کوي چې د کورني تشدد د مخنيوي لپاره دې پر جوړ قانون عمل وکړي، داسې يوه تګلاره دې اعلان کړي چې ورسره د کم عمرۍ ودونه ختم شي او داسې اقدامات دې وکړي چې ورسره هغو کسانو پر وړاندې د پلټنو عمل بهتره شي او ورته سزا ورکړل شي چې د ناموس په نوم ښځې وژني او یا پر هغوی د تېزاب پاشلو بریدونه کوي.

عمران خان د اګست پر ۱۹مه د وزیراعظم په توګه ولس ته په لومړۍ وینا کې ویلي ول چې حکومت یې له هېواده بېوزلي ختموي، اقتصادي اصلاحات راولي او د ماشومانو تعلیم او صحت ته پام کوي.

ترهګري او د خلکو ورکول، ماورای عدالت وژنې

هيومن رايټس واچ د عمران خان په نوم ليکلي خط کې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد اقداماتو موضوع هم څېړلې ده.

سازمان وايي چې طالبانو، القاعدې او ملګرو یې پر خبريالانو، سياستوالانو، مذهبي لږکيو او امنيتي عسکرو ځانمرګو او وسله والو بريدونو ته دوام ورکړی دی.

د ادارې په خبره، پاکستان له امنيتي خطر سره مخامخ دی او حکومت د وسله والو د مخنيوي اقدامات کوي خو د ترهګرۍ ضد عملياتو پر مهال په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونې کېږی چې پکې د خلکو ورکول، ځورول، پر هغوی تشدد کول او ماورای عدالت وژنې شاملې دي.

سازمان پر حکومت ټينګار کوي چې د ماورای عدالت وژنو او په حراست خانو کې د خلکو د ساتلو ختمولو او په دې کارونو کې د ککړو کسانو ضد اړین اقدامات وکړي.

سازمان وايي چې حکومت بايد خپلواکه څارونکو ته اجازه ورکړي چې له نيولو کسانو سره وويني او هغو کسانو ته دې له خپلو وکيلانو او کورنيو سره د ملاقات اجازه ورکړي چې د ترهګرۍ په شک نيول شوي دي.

هيومن رايټس واچ زیاتوي، په پاکستان کې په ۲۰۱۷ز کال کې ۴۴ کسانو ته پانسي ورکړل شوې او پر حکومت غږ کوي چې هرو مرو او سمدستي دې پر اعدامولو بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG