د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوګیزی د بلوچستان ګورنر نومول شوی که نه؟


په اسلام اباد کې وزیراعظم هاوس
په اسلام اباد کې وزیراعظم هاوس

پراګ ـ د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي چې د بلوچستان د ګورنرۍ لپاره يې ډاکټر امير محمد خان جوګيزی نه دی نومولی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې يوه ورځ وړاندې د شنبې پر ورځ وزیراعظم عمران خان نوموړی د بلوچستان د ګورنر په حېث نومولی وو.

خو د پاکستان د وزيراعظم له دفتره د يکشنبې پر ورځ په یو بيان کې ویل شوي، هغه رپورټونه دروغ دې چې پکې ويل شوي ډاکټر امير محمدخان جوګيزی د بلوچستان د ګورنر په توګه نومول شوی دی.

د وزيراعظم وياند زياته کړې چې د نوموړي نوم تجويز شوی دی خو د ګورنر د جوړولو حتمي فيصله يې نه ده شوې.

اړوند مطالب :

جام کمال خان د بلوچستان نوی وزیراعلی منتخب شو
سردار بابر موساخېل په ۲۸ کلنۍ کې مرستیال سپیکر منتخب شوی

په بيان کې ويل شوي چې ډاکټر امير محمدخان جوګيزی په اړه چې کوم شواهد مخې ته راغلي د هغې په رڼا کې دده د ګورنر د نومولو په خبره کې پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم په بيان کې د دغو شواهدو د څرنګوالي وضاحت نه دی شوی خو د شنبې پر ورځ چې کله د وزيراعظم له خوا د ډاکټر محمد خان جوګيزی د بلوچستان د ګورنر په توګه د نومولو خبرونه خپاره شول شول نو پر ټولنيزه ميډيا د هغه پر ضد يو کمپاين پيل شو.

پر ټولنيزو رسنيو وويل شول چې د احتساب اداره نېب د ډاکټر امير محمد خان جوګيزي پرضد د کوټې د ګردو د مرکز په فنډ کې د درغليو د تور پلټنې کوي.

د وزيراعظم له دفتره تر خپور شوي بيان وروسته چې کله مشال راډیو د يکشنبې مازيګر ډاکټر محمد خان جوګيزي سره د ټېلېفون له لارې رابطه وکړه نو هغه وويل چې د شنبې پر ورځ يې له عمران خان سره ملاقات کړی وو او هغه د بلوچستان د ګورنرپه حېث ونومول شو.

هغه د وزيراعظم له دفتره په خپور شوي بيان کې راغلې دا خبره غلطه وبلله چې وايي نوموړی نومول شوی نه دی بلکې تجويز شوی دی.

دده په وينا، د جمعې پر ورځ د بلوچستان وزيراعلا جام کمال ورته ټېلېفون وکړ او ورته يې وويل چې له عمران خان سره د ملاقات لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

ډاکټر محمدخان زياته کړه، د شنبې پر ورځ يې له وزيراعظم عمران خان سره وليدل او هغه دی د بلوچستان د ګورنر په توګه و نومولو خو دده په خبره وروسته چې پر ټولنيزو رسنيو دده پرضد د نېب د مقدمې خبرونه خپاره شول نو تحريک انصاف له خپل دريځه پر شا شو.

نوموړي زياته کړه، دی پخپله هم ددې عهدې ترلاسه کولو څخه تر هغو پر شا شوی ترڅو نېب د خپرو شويو خبرونو وضاحت و نکړي.

ډاکټر محمد خان جوګيزي وويل چې هغه هېڅ درغلي نه ده کړې.

نوموړی د ماشومانو ډاکټر دی او د کوټې د ګردو مرکز مشر پاتې شوی دی.

پر ډاکټر امير محمد خان جوګيزي د نېب له خوا تور لګول شوی چې د ګردو د مرکز د سامان په پېسو کې غلا شوې وه چې په اړه يې پلټنې په وروستي پړاو کې دي.

XS
SM
MD
LG