د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګې د راو انوار د ضمانت د منسوخېدو غوښتنه وکړه


د نقیب مسود وژنې خلاف په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مظاهرې شوي.
د نقیب مسود وژنې خلاف په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مظاهرې شوي.

پراګ ـ په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تر وژنې وروسته جوړې شوې جرګې ويلي چې که د سيند های کورټ په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انور ضمانت منسوخ نکړ نو دوی به تر لوی اختر وروسته په کراچۍ کې هړتال کوي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر لسمه راو انوار په ضمانت خوشی کړی وو. د نقيب مسود کورنۍ هغه ته د ورکړل شوي ضمانت منسوخولو لپاره سيند های کورټ ته درخواست ورکړی دی.

جرګه د اتوار پر مازيګر په کراچۍ کې وشوه چې پکې د نقيب مسود د وژنې د مقدمې هر اړخيزه جاج واخيستل شو.

په همدې اړه دا هم ولولئ:

د نقیب په وژنه تورن د راو انوار په بله مقدمه کې هم ضمانت وشو
د پېښور پېښې او د راو انوار ضمانت کېدو پرضد د پي ټي اېم سوات لاریون
پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار
کراچۍ: د نقیب الله مسود د وژنې مقدمې اورېدنه وځنډېده

په غونډه کې موجود محمود خان مسود مشال راډیو ته وويل، په جرګه کې پر دې خبره خپګان وښودل شو چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکيو هغه ژمنې پوره نکړې چې ويلي یې ول، د نقيب مسود له کورنۍ سره به انصاف کېږي.

نوموړي زياته کړه، د سيند های کورټ به د دوشنبې پر ورځ د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راوانوار ته د ترهګرۍ ضد عدالت له لورې د ورکړل شوي ضمانت په اړه اورېدنه کوي.

ددده په وينا که های کورټ د راو انوار ضمانت منسوخ رد نکړ نو دوی به تر اختر وروسته په کراچۍ کې هړتال کوي.

د نقیب مسود کورنۍ وايي چارواکو د انصاف ډاډګیرنه ورکړې وه.
د نقیب مسود کورنۍ وايي چارواکو د انصاف ډاډګیرنه ورکړې وه.

محمود خان مسود زياته کړه چې د کراچۍ ټولو لارۍ چلونکيو او نورو کاروباريانو ورسره وعده کړې ده چې که د راو انوار پرضد اقدام و نشو نو دوی به په کراچۍ کې کېدونکې هړتال کې مرسته کوي.

هغه زياته کړه، په جرګه کې دا فیصله هم وشوه چې د اګست پر ۲۷ مه به په سهراب ګوټ کې هم هغسې درنا ورکول کېږي لکه چې د نقيب مسود تر وژل کېدو وروسته ورکړل شوې وه. هغې درنې ۱۳ ورځې دوام کړی وو چې پکې د پاکستان د زياتره ګوندونو مشرانو ګډون کړی وو.

دغه جرګه تر هغې يوه ورځ وروسته شوې چې د شنبې پر ورځ د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې راو انوار ته اجازه ورکړل شوه چې هغه له خپلې کورنۍ سره اختر د هېواد په هره برخه کې لمانځلی شي.

په کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې خلاف پخوا هم مظاهرې شوي
په کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې خلاف پخوا هم مظاهرې شوي

راوانوار عدالت ته درخواست وکړ چې په کراچۍ کې يې ژوند ته خطر دی نو غواړي اختر په دوبۍ کې له خپلې کورنۍ سره تېر کړي خو د نقيب مسود د وکيل تر اعتراض وروسته عدالت هغه ته د دوبۍ پرځای له کراچۍ بهر د اختر تېرولو اجازه ورکړه.

عدالت د نقيب مسود د مقدمې د پلټونکې افسر ډاکټر رضوان احمد ته نوټس ورکړ چې هغه ولې اورېدنې ته حاضر نشو.

ترهګرۍ ضد عدالت اورېدنه د سپټمبر تر ۱۸مې پورې و ځنډوله.

نقيب مسود سږکال د جنورۍ په مياشت کې تښتول شوی چې څو ورځې وروسته يې مړی وموندل شو. هغه وخت د کراچۍ ملير سيمې پوليس افسر راو انوار د خبرې غونډې پر مهال تور پورې کړ چې نقيب مسود يې له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور په په يوه نښته کې وژلی دی.

خو د خلکو تر احتجاج وروسته د سيند حکومت پلټنيزه کمېټۍ جوړه چې هغې نقيب مسود بې ګنا او راو انوار يې مجرم وګرځولو.

له دې وروسته راو انوار پټ شو چې بيا د سپريم کورټ په فشار بلاخره عدالت ته حاضر شو.

XS
SM
MD
LG