د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر رسنيو څه ډول فشارونه دي؟


د خبريالانو سازمان پاکستان يونين اف جرنلټس افضل بټ ډلې په غږ په سېشنبه د دې هېواد په مختلفو برخو کې مظاهرې وشوې.

خبريالانو غوښتنه کوله چې مطبوعاتو ته د اشتهارونو نه ورکولو، د خبريالانو له نوکريو د اېستلو او د ځېنو ورځپاڼو پر وېشلو دې لګول شوي بنديزونه ختم کړل شي. د خبريالانو نړيوال سازمانونو هم په پاکستان کې پر مطبوعاتو د شته فشار په اړه اندېښنې ښودلې دي.

پر مطبوعاتو فشارونه تر اوسني حکومت له مخه زيات شوي وو خو له کله چې د عمران خان په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی د خبريالانو په وينا فشارونه لا هم هغسې پر ځای دي.

پوښتنه دا ده چې پر مطبوعاتو د فشارونو دغه بڼې څه دي او نوی حکومت يې په اړه څه کوي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الاسلام سيفي او د واکمن تحريک انصاف پر ټکټ کامياب شوی د قامي اسمبلۍ غړی شير علي ارباب بحث شوي.

په پاکستان کې په مطبوعاتو څه ډول فشارونه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG