د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران کابینه کې "پخواني" وزیران او د "نوي" بدلون تمه


عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظم په حیث سوګند پورته کړ.
عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظم په حیث سوګند پورته کړ.

پراګ ـ د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خالي پر ورځ د وزيراعظم په حیث تر سوګند پورته کولو وروسته خپله پنځلس کسيزه کابينه او د سلاکارانو نومونه اعلان کړل چې ورباندې سمدستي د تحريک انصاف د مخالفو او حمايت کوونکیو ترمنځ پر رسنيو بحثونه پیل شول.

تحريک انصاف د انتخاباتي کمپاين پر مهال له خلکو سره دا ژمنه کړې وه چې په واک کې له راتلو سره سم به د پاکستان اوسنۍ حالت بدلوي او داسې اقدامات به کوي چې په نتيجه کې يې دا هېواد د ترقۍ پر لور رهي شي.

خو ځينې کارپوهان وايي چې واک ته رسېدلی تحريک انصاف ګوند د دغې ژمنې په سرته رسولو کې به مهم رول وفاقي کابينه لوبوي او عمران خان چې کوم کسان ټاکلي دي هغوی يې صلاحيت نه لري.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر اعجاز خټک يو له دغو کارپوهانو دی. نوموړی وايي چې داسې کسان په کابينه کې اخيستل شوي چې له هغو سره به واک او اختيار نه وي. هغه زياته کړه،

(( شيرين مزاري د بشري حقونو وزيره اخیستل شوې ده، د هغې له دې سره څه کار دی؟ پروېز خټک د دفاع وزير دی او د دې وزارت څه خاص ارزښت نه وي. شاه محمود قريشي د بهرنيو چارو وزير اخيستل شوی خو نوموړي د پيپلزپارټۍ په پخواني حکومت کې هم پر دې څوکۍ کار کړی وو خو څه خاص کار یې نه وو کړی.))

د سياسي چارو يو بل پوه ډاکټر سرفراز خان هم ورته خبره کوي خو زياتوي، داسې برېښې چې عمران خان ټول واک او اختيار له ځانه سره ساتلی دی چې دده په وينا دا به په راتلونکې کې ناوړه نتيجې ولري.

دا چې عمران خان هره فيصله پخپله کوي نو يوه ښه کاري ډله به جوړه نشي
کارپوه ډاکټر سرفراز خان

هغه زياتوي چې که و کتل شي نو هروخت دا ويل کېږي چې د وزيرانو د ټاکلو فيصله به عمران خان کوي، د ګورنر، وزيراعلا، سپيکر، ډپټی سپیکر فيصله به هم هغه کوي نو د ده په خبره له دې ښکاري چې پاکستان بېرته د واک د وېش نه بلکې د واک په يو ذات يا اداره کې را غونډولو پرلور روان شوی دی.

د ډاکټر سرفراز په وينا چې د عمران خان د هرې فيصلې پخپله د کولو دغه رجحان به د دې سبب شي چې يوه ښه کاري ډله به جوړه نشي او د هېواد شته حالت به بدل نه شي.

په ۱۵ ټاکل شوو وزيرانو کې نهه هغه دي چې د جنرال مشرف په واکمنۍ کې هم وزيران ول.
کارپوه ډاکټر فرخ سلیم

خو د سياسي او اقتصادي چارو پوه فرخ سليم بيا لږ مختلف نظر لري. نوموړی وايی چې د نوې کابينې په اړه داسې څرګندونې کول تر وخت له مخه ده او بايد وزيرانو ته د کار کولو لپاره وخت ورکړل شي. هغه زياته کړه،

(( په دې کې شک نشته چې په ۱۵ ټاکل شوو وزيرانو کې نهه هغه کسان دي چې د جنرال مشرف په واکمنۍ کې هم وزيران ول. سلاکاران هم پخواني دی. يوازې درې کسان شيرين مزاري، اسد عمر او عامر کياني د لومړي ځل لپاره وزيران شوي دي.))

ډاکټر فرخ سلیم زیاته کړه، دا به وخت ښيي چې دوی خپل کار په سمه توګه سر ته رسوي او که نه؟ خو د پېښور او کراچۍ او ګوادر او ګلګت بلتستان په منځ کې مېشت پاکستانيانو دا هيله راټوکېدلې ده چې نور به د پاکستان پر ځای ولاړ حالت ختمېږي او له تېرو يو اويا کلونو راهيسې چې پاکستان په کوم انداز چلېدلی اوس به هغسې نه چلېږي.

په همدې اړوند نور مطالب:

عمران خان خپله کابینه اعلان کړه

XS
SM
MD
LG