د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت به له ننګونکي اپوزيشن سره مخامخ شي؟


په پاکستان کې د جولای ۲۵ مې تر انتخاباتو وروسته په مرکز کې د حکومت جوړونې مرحله پيل شوې ده او په دې لړ کې نن چارشنبه د قامي اسمبلۍ د سپيکر او ډپټی سپيکر لپاره ټاکنې ترسره شوې.

د جولای ۲۵ مې په ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ زیاتره څوکۍ تحريک انصاف ګټلې او د نورو ګوندونو په مرسته به ښايې په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

خو په مخالفت کې يې هم د هېواد د پیاوړیو ګوندونو لکه پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، متحده مجلس عمل او نېشنل پارټۍ په شکل کې يو اتحاد جوړ شوی دی.

پوښتنه دا ده چې که تحريک انصاف حکومت جوړ کړي نو ايا له يو ننګونکي اپوزيشن سره مخامخ شي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د چارو له پوهانو قريش خټک او رفيع الله کاکړ سره څېړل شوې دي.

د باکستان نوی جوړېدونکی حکومت به له ننګونکي اپوزيشن سره مخامخ شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG