عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په اسلام اباد کې ځېنې خامې یا کچه ابادۍ دي چې پکې د ښار بېوزله خلک اوسي. د دوی مالي وضعیت دومره خراب دی چې واړه
اختر مېنګل مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې حکومت ځينې اقدامات د معاهدې برعکس کړي دي.
د بلوچستان يو صوبايي وزير وايي، د صوبې د وزيراعلی او د اسمبلۍ د سپيکر ترمنځ اختلافات نږدې پای ته رسېدلي او ښيي دواړه ډېر زر په دې اړه يوه ګډه خبري غونډه وکړې.
په اسلام اباد کې پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير، د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سعد محمد خان او د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې مشر ډاکټر منهاج الحسن د شمال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
دا اوونۍ مو د پېښور پوهنتون د تاریخ له استاد ډاکټر منهاج الحسن سره د پاکستان، پخوانیو قبایلي سیمو او افغانستان په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
د بخښنې نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې چې د پاکستان سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه بېګناه ګرځول شوې اسیه بي بي او د هغې دکورنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.
په اسلام اباد کې ليکوال ظفرالله خان او په لندن کې مېشت فایق خان يوسفزي د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
د پاکستان د سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د بې ګناه ګرځول شوې عیسوۍ ښځې اسيه بي بي وکيل سیف الملوک د حکومت او مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ شوې معاهده غير اييني بللې ده.
پر ټولنيزه پاڼه ټويټر باندې د تحريک لبيک پاکستان مشر علامه خادم رضوي پاڼه بند کړل شوې ده.
د پاکستان د بشري حقونو وزيرې د خپل حکومت او د مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ د شوي تړون په اړه ويلي چې دا غير رياستي عناصرو ته خطرناکه پيغام ورکوي.
د پاکستان د پلټنې فېدرالي ادارې اېف ای ای د خېبر پښتونخوا مشر ويلي، په صوبه کې يې ۳۰ داسې بانکي اکاونټونه مالوم کړي چې د تورو پيسو د سپینولو لپاره استعمال شوي دي.
علي عظيم اپريدي درخواست ورکړی وو چې د ولسمشر ممنون حسين له خوا د مې په مياشت کې جاري کړل شوي قانون څو برخې له ايين سره په ټکر کې دي چې پکې يو هم انتظامي افسرانو ته د ججانو اختيارات ورکول شامل دي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې حکومت د مدرسو په نصاب کې د بدلون هېڅ پلان نلري. اسد قيصر دا خبره د صوابۍ په پنج پير کلي کې درې ورځني کانفرنس ته د وينا پر مهال وکړه.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر نوازشريف د متحده مجلس عمل له خوا په اعلان شوي ټول ګونديزه کانفرنس کې له ګډونه انکار کړی دی.
اپوزيشن ګوندونه د پېښور چټک بس سروس په منصوبه کې د درغليو تور لګوي خو حکومت يې ردوي.
د بلوچستان حکومت يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې د سرو زرو او مسو د سېندک پروژې په اړه د صوبې اندېښنې ورسره بحث کړي. په دې ۱۱ کسيزه کمېټۍ کې پینځه صوبايي وزيران او شپږ د اپوزيشن غړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د سوداګرو اتحاديې د راتلونکې کال لپاره ټاکل شوي مشر دارو خان اڅکزي، په جلال اباد کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې خدمتي مرستيال نجيب الله صاحبزاده او د کرمې د تري منګل يو مشر حاجي عبدالرحيم منګل د مشال تر رڼا لاندې بحث ميلمانه دي.
د شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.
پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.
عمران خان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو د منصوبې پرانستې وکړه.
نور وښیئ