د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس ثاقب نثار: له عاصمې جهانګيرې مې د بشري حقونو ارزښت زده کړ


د پاکستان وتلې قانون پوه عاصمه جهانګير سږکال د فبرورۍ پر ۱۶ په حق رسېدلې وه پر شخصيت او کار باندې يې لا هم په هېواد دننه او دباندې کانفرنسونه جوړېږي.

نن هم چې کله په پاکستان کې ماروا ايين اقدام وشي او خلک له وېرې خبره نه کوي نو ځینې خلک پر ټويټر یا فېسبوک پاڼه وليکي، کاش چې نن عاصمه جهانګير ژوندی وايه.

خو د هغې ملګرو، مينه والو او پلويانو د کانفرنسونو له لارې د هغې يادونه او مبارزه ژوندي ساتلې ده.

د سېپټمبر پر ۳۰ مه د ايشيا سوسايټی له خوا په نيويارک کې د عاصمه جهانګيرې په ياد کې غونډه وشوه او د نړۍ په دومره لوی او مصروفه ښار کې هم شاوخوا ۲۵۰ کسانو په کانفرنس کې ګډون وکړ.

نن هم چې کله په پاکستان کې ماروا ايين اقدام وشي او خلک له وېرې خبره نه کوي نو ځینې پر ټويټر یا فېسبوک پاڼه وليکي، کاش چې نن عاصمه جهانګير ژوندی وايه.

له دې وروسته د تېرې شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.

په کانفرنس کې د پاکستان سپريم کورټ او های کورټ ججانو، وکيلانو، د مدني ټولنو فعالانو، استاذانو، سياستوالانو او ان د بهرهېوادونو سفيرانو، وتلو خبريالانو، مديرانو، ججانو،قانون پوهانو او ليکوالانو ګډون وکړ.

په غونډه کې د عاصمه جهانګير پر شخصيت د خبرو پر مهال د ځينو خلکو تر سترګو اوښکې روانې وې او پر ځېنو موقعو په تالار کې د چکچکو شور واوېدول شو.

په کانفرنس کې يوازې د عاصمه جهانګير مينه وال نه وو بلکې د هغې مخالفينو هم د هغې د شخصيت او مبارزې ستاينه وکړه.

ما له عاصمې جهانګيرې زده کړل چې بشري او بنیادي حقونه څومره اهميت لري.
جستس ثاقب نثار

عاصمه جهانګير چې ژوندۍ وه نو د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار پر ځينو اقداماتو يې نيوکې کړې وې خو نوموړي کانفرنس ته په وينا کې وويل چې له هغې زدهکړه کړې ده.

(( عاصمه جهانګير د ښونکو ښوونکې وه. زه دا خبره ولې کوم؟ ځکه يې کوم چې ما له هغې زده کړل چې بشري او بنیادي حقونه څومره اهميت لري.؟ ما له هغې جرات زده کړ. هغې دومره جرات درلود چې مثال يې نشته. زه کله هم تصور نشم کولای چې داسې يوه باجراته ښځه به وي چې د بشري او بنيادي حقونو د پرځای کولو لپاره غږ پورته کوي.))

زياتره ويناوالو په يوه خوله دا خبره وکړه چې عاصمه جهانګير په جرات سره په پاکستان کې جمهوريت، انصاف، برابري او د ايين واکمنۍ لپاره جدوجهد کړی وو.

د پاکستان وتلې قانون پوهه او مبارزه عاصمه جهانګير د ۲۰۱۸ م کال د فبرورۍ پر ۱۱ مه په حق ورسېده.
د پاکستان وتلې قانون پوهه او مبارزه عاصمه جهانګير د ۲۰۱۸ م کال د فبرورۍ پر ۱۱ مه په حق ورسېده.

د لاهور د يونيورسټۍ اف منېجمېنټ ساسينسز د سياسياتو څانګې ښوونکی ډاکټر تيمورالرحمن هم کانفرنس ته وينا وکړه. نوموړي مشال راډیو ته وويل ددې ټولو خبرو مغز دا وو چې بايد جمهوري قدرونه پياوړي شي، پکار ده که عدليه وي او که اسټېبلشمنټ هغوي د ايين په دايره کې و اوسي.

(( ټر ټولو ځانګړې خبره دا وه چې پر عدليه خبرې وشوې چې هغه څنګه تر خپل ټاکل شوي رول دباندې وتلې ده. په تېره څه موده کې چې د جمهوريت پرضد کوم اقدامات شوي دي پر هغو باندې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، افراسياب حټک او حاصل بزنجوخبرې وکړې. پر قامي مالياتي اېوارډ ډېر ښه بحث وشو. پر اجيرانو هم ښې خبرې وشوې.))

له افغانستانه ورغلې ليکوالې او فعالې اورزلا نعمت کانفرنس ته وويل چې کله يې په پاکستان کې د مهاجرت ژوند کاوه نو عاصمه جهانګيره يې ليدلي وو او دا فيصله يې وکړه چې قانون پوهه به جوړېږي چې داډول د ځان او نورو د حقونو لپاره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG