د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د حکومت خلاف ټولګوندیزه کانفرانس کې له ګډونه انکار کړی


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف

پراګ ـ د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر نوازشريف د متحده مجلس عمل له خوا په اعلان شوي ټول ګونديزه کانفرنس کې له ګډونه انکار کړی دی.

له نوموړي سره د متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمن د اتوار پر ورځ د هغه په کور رايونډ کې کې وليدل.

د جولای ۲۵مې تر انتخاباتو وروسته د عمران خان په مشرۍ کې د جوړ شوي حکومت پرضد دا لومړی ځل دی چې ټول ګونديزه غونډه بلل شوې ده.

تردې وړاندې د اپوزيشن ګوندونو له خوا شوي ټول کانفرنسونه د جولای ۲۵مې انتخاباتو په اړه وو چې پکې تور لګول شوی وو چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د حکومت د کارکردګۍ او تګلارو په اړه اوسنی کانفرنس د متحده مجلس مشر مولانا فضل الرحمن بللی دی چې ټاکل شوې ده د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه به کېږي.

مولنا فضل الرحمن هڅه کوي چې د مسلم ليګ رهبر نوازشريف او د پيپلز پارټۍ مرستيال مشر اصف علي زرداري په کانفرنس کې ګډون ته رضا کړي.

اصف علي زرداري په غونډه کې ګډون ته سلا شوی خو د اتوار پر ورځ له مولانا فضل الرحمن سره په ملاقات کې نوازشريف له شرکت څخه انکار وکړ.

د مسلم ليګ نواز يو مشر او په سېنېټ کې د اپوزيشن ليډر راجا ظفرالحق مشال راډیو ته وويل چې نوازشريف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د وفات کېدو له وجې غمجن دی او خپلې ټولې سياسي سرګرميانې یې درولې دي.

ددې ترڅنګ خلک لا هم ورته د فاتحې لپاره ورځي نو ځکه يې په کانفرنس کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

البته د ده په وينا نوازشريف مولانا فضل الرحمن ته وويل چې د ګوند يو لوړ پوړی پلاوی به په غونډه کې ګډون کوي.

د عمران خان حکومت دوه مياشتې پوره شوې دي او د څېړونکي مرتضی سولنګي په وينا لاهم کاميابه شوی نه دی چې ځينې مهمې ستونزې هواري کړلی شي.

هغه زياته کړه:

((دا کانفرنس د پيپلزپارټۍ د مهو مشرانو په خاصه توګه د اصف علي زرداري او د هغه د خور فريال تالپور پرضد د جوړو شوو مقدمو او په هغو کې د ممکنه نيونو د امکان او اندېښنو او دا رنګه د مولانا فضل الرحمن صاحب د زياتېدونکي يواځيتوب په پس منظر کې کېږي. دا خبره هم سمه ده چې د عمران خان حکومت په تېرو دوو مياشتو کې څه شانداره کاميابي نه ده ترلاسه کړې خو ولس دا وخت په لويه کچه احتجاج کول نه غواړي نو دغه کانفرنس به له ناستې پاستې پرته هيڅ ارزښت ونلري.))

د پيپلز پارټۍ يو مشر سېنېټر ګيان چند د اتوار پر ورځ مشال راديو ته وويل چې ګوند يې په کانفرنس کې ځکه ګډون کوي چې دده په ادعا د عمران خان په مشرۍ د اوسني حکومت تګلارې د هېواد لپاره تاواني دي.

دده په وينا ددې سربيره هم ورته ښکاري نه چې ټول ګونديزه کانفرنس به د اوسني حکومت پرضد ولس لارو کوڅو ته راوباسي.

دده په خبره هېواد له مالي بحران سره مخامخ دی او د ترهګرۍ جرړې لا هم په مکمله توګه ختمې شوې نه دي او دا شان په بهرنۍ تګلارې کې کمزوريانې شته نو دده په وينا په کانفرنس کې به پر دې ټولو خبرو بحث کېږي.

د ګيان چند په وينا، په کانفرنس کې به پر دې خبره هم غور کېږي چې په کومو چارو کې حکومت ته لارښودنه وشي او په کومو کې ورباندې فشار واچول شي؟

XS
SM
MD
LG