د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا لنډمهالي قانون د ايين ضد ګرځولو ارزښت


پېښور های کورټ د فاټا لنډمهالي قانون (انټرم ګورننس ريګولیشن) څو برخې د پاکستان له ايين سره په ټکر کې بللې دي.

دا فیصله په سېشنبه د چيف جسټس په مشرۍ يوه بېنچ واورله.

علي عظيم اپرېدي درخواست ورکړی وو چې د ولسمشر ممنون حسين له خوا د مې په مياشت کې د جاري کړل شوي قانون څو برخې له ايين سره په ټکر کې دي چې پکې يو هم انتظامي افسرانو ته د ججانو اختيارات ورکول شامل دي.

نوموړي دريځ خپل کړی وو چې د ايين په ۱۷۵ م ماده کې ويل شوي چې انتظاميه او عدليه به جلا جلا کار کوي خو په ريګولېشن يا قانون کې د مقدمو د فيصلو اختيار د پخوانۍ فاټا انتظامي افسرانو ته ورکړل شوی دی.

ددې پرېکړي اهميت څه دی؟

دا او نورې پوښتنې د شمال تر رڼا لاندې بحث کې له علي عظيم اپريدي،وکيل اعجاز مومند او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي شاه جي ګل سره څيړل شوې دي.

پېښور های کورټ د فاټا موقتي قانون ځينې برخې له ايين سره په ټکر کې بللې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG