د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د وزیراعلی او د اسمبلۍ سپیکر ترمنځ اختلاف مخ په ختمېدو دي


داختلافاتو ختمولو لپاره د سېنېټ د چېرمېن او د بلوچستان عوامي پارټۍ د نورو مشرانو ناسته وشوه.

پراګ ـ د بلوچستان يو صوبايي وزير وايي، د صوبې د وزيراعلی او د اسمبلۍ د سپيکر ترمنځ اختلافات نږدې پای ته رسېدلي او ښيي دواړه ډېر زر په دې اړه يوه ګډه خبري غونډه وکړې.

د ولسي روغتيا او د واسا وزير نور دومړ مشال راډیو ته ويلي چې په دې اړه تېره ورځ د سېنېټ د چيرمين په مشرۍ کې يوه غونډه وشوه چې پکې تر ډېره حده اختلافات له منځه تللي دي.

د جولای ۲۵مې انتخاباتو په نتيجه کې په صوبه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ په مشرۍ کې ګډ صوبايي حکومت جوړ شو خو لا يې هم درې مياشتې پوره شوې نه دي چې د وزيراعلی جام کمال او سپیکر عبدالقدوس بزنجو ترمنځ اختلافات په ډاګه شوي دي.

داختلافاتو ختمولو لپاره د سېنېټ د چېرمېن او د بلوچستان عوامي پارټۍ د نورو مشرانو ناسته وشوه.
داختلافاتو ختمولو لپاره د سېنېټ د چېرمېن او د بلوچستان عوامي پارټۍ د نورو مشرانو ناسته وشوه.

ددې اختلافاتو ختمولو لپاره د خالي په ورځ په کوټه کې د سېنېټ چېرمېن او د بلوچستان عوامي پارټۍ د نورو مشرانو يوه ناسته وشوه چې پکې جام کمال او قدوس بزنجو هم ګډون وکړ.

غونډه د بلوچستان عوامي پارټۍ د بنسټ اېښېدونکي جاويد هاشمي په کوره کې وشوه.

د نوموړي مېرمن ډاکټر رقيه هاشمي چې د دې ګوند مرکزي مشره هم ده مشال راډیو ته وويل چې په ناستې کې تر ډېره حده اختلافات هوار شوي دي.

نوموړې د اختلافاتو په اړه وويل، قدوس بزنجو شکايت کوي چې وزيراعلی د هغه په انتخابي حلقه کې د افسرانو په تبادله کې ورسره مشوره نه کوي او بل د صوبې په کچه کېدونکيو غونډو کې هغه ته د ګډون بلنه نه ورکوي.

د بلوچستان د ولسي روغتيا او واسا وزير نور دومړ د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د وزيراعلی او سپيکر ترمنځ اختلافات تر ډېره حده پورې ختم شوي دي او داسې هېڅ وېره نشته چې له دې وجې به صوبايي حکومت کمزوری شي.

هغه زياته کړه چې قدوس بزنجو سره د اسمبلۍ زيات غړي نشته نو ځکه د ده په وينا د صوبايی حکومت ته څه خاص خطر نشته.

نور دومړ او رقيه هاشمي دواړه ادعا کوي چې د وزيراعلی او سپیکر ترمنځ اختلافات نږدې ختم شوي خو خبريال او څېړونکی سيد علي شاه دريځ لري چې ښيي دا اختلافات بيا سر راپورته کړي.

هغه زياتوي، جام کمال به د پخواني وزيراعلی په مقابل کې تکړه ده نو ځکه کوشش کېږي چې پر هغه فشار راوستل شي. د ده په وينا که د قدوس بزنجو سره اختلافات ختم هم شي خو سبا له به دا فشار د جان جمالي، مګسي او يا بل سیاستوال په شکل کې بيا راپورته کړل شي.

د واکمن بلوچستان عوامي پارټۍ مشران د اختلافاتو له وجې د افسرانو تبادله او په مهمو غونډو کې د قدوس بزنجو نه وربلل يادوي خو هغه کسان چې د دې ګوند پر داخلي چارو نظر ساتي وايي، اختلافات د حکومت تر جوړېدو له مخه پیل شوي دي.

دوی زياتوي، د جولايي ۲۵مې د انتخاباتو په نتيجه چې کله بلوچستان عوامي پارټۍ اکثريت ترلاسه کړ نو د وزيراعلی د انتخاباتو لپاره د قدوس بزنجو پر ځای جام کمال اميدوار کړل شو. دې اقدام قدوس بزنجو ناراضه کړی وو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په تعلیمي نصاب کې اصلاحات په کار دي: سباوون ننګرهاری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:56 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG