د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسیې وکیل له تحریک لبیک سره حکومتي تړون ناقانونه وباله'


د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته تحریک لبیک د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې
د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته تحریک لبیک د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې

پراګ - د پاکستان سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د بې ګناه ګرځول شوې عیسوۍ ښځې اسيه بي بي وکيل سیف الملوک د حکومت او مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ شوې معاهده غير اييني بللې ده.

سیف الملوک د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته اسيه بي بي ازاده ده او له خوشې کېدو وروسته چې چېرته وغواړي هلته تلی شي.

د اسيې بي بي وکيل سيف الملوک وايي، ژوند ته د ورپېښو خطرونو له کبله یې تر فيصلې دوې ورځې وروسته د اکتوبر پر دوهمه نېټه پاکستان پرېښود او بهر هېواد ته ولاړ.

نوموړي چې کله پاکستان پرېښود نو هغه وخت د سپريم کورټ له خوا د اسيې بي بي د بې ګناه ګرځولو فيصلې پرضد تحريک لبيک مذهبي ډلې په ټول ملک کې پرتشدد مظاهرو ته دوام ورکړی وو.

د اسیې بي بي وکیل سیف الملوک
د اسیې بي بي وکیل سیف الملوک

دا مظاهرې هغه وخت ختمې شوې چې کله حکومت له تحريک لبيک سره يوه ليکلې معاهده وکړه خو سیف الملوک وايي دا تړون غير قانوني دی.

ده وویل ، “ دا معاهده غير قانوني او غير اييني ده. دا يوازې د دې لپاره وشوه چې خپلو خلکو ته ورښکاره کړي چې ګورئ موږ تړون وکړ حالانکې حکومت مظاهرچيانو ته په سختو ټکو کې ويلي وو چې خپل احتجاج ختم کړی ګني هغه کار به درسره وکړو چې دنيا به مو تماشه کوي.”

د سیف الملوک په وینا، له هم دې کبله د دې معاهدې نه قانوني، نه اييني او نه هم ا خلاقي حیثیت شته.

د پاکستان حکومت له تحریک لبیک سره په دې تړون کې منلي وو چې د اسيه بي بي نوم به له هېواده د بهر وتو کنټرول لېسټ کې اچوي او که د سپريم کورټ فیصلې ته د بيا کتنې لپاره درخواست ورکړل شي نو حکومت به ورباندې اعتراض نه کوي. خو سيف الملوک وايي چې دا داړه شرطونه بې بنياده دي.

د ده په وینا ، د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته پر اسيه بي بي جوړه مقدمه ختمه شوې او د قانون له مخې پر چا چې مقدمه نه وي نو د هغه نوم له هېواد د بهر وتو کنټرول لېسټ ته نشي اچول کېدلای.

سیف الملوک زیاته کړه چې د سپريم کورټ فيصلې ته له سره کتنې امکان کم دی.

نوموړي وویل ، “ ججانو په خپله فيصله کې هر څه بحث کړي دي. د قانون له مخې هغو مقدمو ته بيا کتنه کېږي چې په ريکارډ کې يې غلطيانې وي خو د اسيه بي بي مقدمه ججانو په ښه دليل او ښايسته طريقه ليکلې ده.”

سيف الملوک نه يوازې د اسيه بي بي وکيل دی بلکې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير په قتل کې ککړ ممتاز قادري ته د مرګ سزا په اورولو کې د حکومت وکيل وو.

ممتاز قادري په ۲۰۱۱ م کال کې د پنجاب د هغه وخت ګورنر سلمان تاثير وژلی وو او وروسته ۲۰۱۶م کال کې په هم دې مقدمه کې پانسۍ کړل شو.

سيف الملک وايي چې له تېرو شپږ کلونو راهیسې يې ژوند له خطر سره مخامخ دی او حکومت ورته ځانګړی حفاظتي انتظامات برابر کړي دي.

د اسيه بي بي په قضيه کې د ممتاز قادري په ګډون درې کسان وژل شوي نو سیف الملوک دا جرات څنګه وکړ چې د هغې وکيل شي؟

ده په ځواب کې وویل ، “ زما په فکر دا د هرچا فرض دی چې د يو کس مقدمه واخلي. يو کيس په دې بنياد نه اخيستل چې له دې سره به زما ژوند په خطر کې شي زما په فکر دا د مسلکي اصولو خلاف کار دی. په تيره بيا اسيه خو دومره غريبه او ځوروېدله ښځه ده چې بايد هرڅوک ورسره ودرېږي او زه په دې فخر کوم چې له هغې سره ولاړ يم.”

د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته د اسيه بي بي د قانوني حېثېت په اړه سیف الملک وويل چې هغه اوس بې ګناه ده او د قانوني طریقه کار وروسته بايد خوشې شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر خوشي کېدو وروسته اسيه بي بي به په پاکستان کې پاته شي او که څنګه نو د هغه ځواب وو چې دا د هغې خوښه ده خو د نړۍ ډېرو هېوادونو وړاندېز کړی چې اسيه بي بي ته پناه ورکولو ته تيار دي.

XS
SM
MD
LG