د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرین مزاري: له تحریک لبیک سره تړون حطرناکه پیغام لري


حکومت په فیض اباد کې د مظاهره کوکنیو د مخنیوي په موخه کنټینرونه ودرولي ول.
حکومت په فیض اباد کې د مظاهره کوکنیو د مخنیوي په موخه کنټینرونه ودرولي ول.

پراګ ـ د پاکستان د بشري حقونو وزيرې د خپل حکومت او د مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ د شوي تړون په اړه ويلي چې دا غير رياستي عناصرو ته خطرناکه پيغام ورکوي.

نوموړې دا څرګندونې د واکمن تحريک انصاف او تحريک لبيک ترمنځ د شوي تړون دوه ورځې وروسته کړې دي.

هغې د اتوار پر ورځ پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې د ويني بهېدنې د مخنيوي لپاره مفاهمت غير رياستي عناصرو ته خطرناکه پيغام ورکوي او دا د پرامنه جمهوري احتجاج بنيادي تصور کمزوری کوي.

هغې زياته کړې، رياست ته پکار ده چې د قانون او ايين واکمني عملي کړي او د رياست له ادارو سره په خاصه توګه هغه وخت ودرېږي چې کله هغه په نښه وي.

شيرين مزاري زياته کړې، له بده مرغه د مخالفينو د خوشالولو لپاره اخیستل شوي اقدام په تاريخ کې سمه نتيجه نه ده ورکړې.

د شيرين مزاري له څرګندونو ښکاري چې هغه د خپل واکمن ګوند تحريک انصاف او تحريک لبيک ترمنځ شوې معاهده باندې يوډول تنقيدکوي خو البته دا يې هم ويلي چې شکونو او ناهيليو برسېره پر وزيراعظم عمران خان اعتماد کوي چې د قانون، ايين او د رياستي ادارو د دفاع په اړه کړې خپلې ژمنې به پوره کړي.

واکمن تحريک انصاف يا کوم حکومتي وزير د شيرين مزاري د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي البته د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري د اتوار پر ورځ په کراچۍ کې په خبري غونډه کې جارحانه لهجه خپله کړې.

هغه د تړون په دفاع کې وويل چې حکومت د تشدد د مخنيوي لپاره د يوې حکمت عملی له مخې معاهده کړې خو د ده په خبره تشددکوونکي او بغاوت کوونکي به هير نکړل شي.

((په کومه طريقه چې د خلکو شتمنيو له تاوان رسول شوی دی، په کومه طريقه چې د سترعدالت ججانو، د پاکستان پوځ او حکومت په اړه کوم تقريرونه شوي دي، رياست به دا له پامه نه غورځوي او هير به يې هم نکړي. دا مسله مو د يوې حکمت عملۍ له مخې حل کړې ده او هغه کسان چې پکې ککړ دې که خدای کول به يې هير نکړو. دا مذهبي نه بلکې مخامخ د بغاوت مسله ده. هر هغه رياست چې بغاوت له پامه غورځوي هغه د يوه رياست په توګه تر سوال لاندې راشي نو ځکه بغاوت له پامه نشي غورځول کېدلای.))

ارشیف انځور
ارشیف انځور

د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه د مذهب د توهين په تور نيولې شوې اسيه بي بي بېګناه ګرځولې وه.

مذهبي ډلې تحريک لبيک د دې فيصلې پرضد په ټول هېواد کې مظاهرې پیل کړې وې.

پرتشدد احتجاجونو تر درو ورځو پورې دوام وکړ خو د جمعې پر ورځ د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ تر شوې معاهدې وروسته حتم شو.

په تړون کې حکومت منلې ده چې د اسيه بي بي نوم به له هېواده د نه وتونکو کسانو په لېسټ کې اچوي او که چېرته تحريک لبيک په د مقدمې د بيا کتنې لپاره په سپريم کورټ کې درخواست ورکړي نو حکومت به ورباندې هيڅ اعتراض نه کوي.

XS
SM
MD
LG