د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړلو پر سوداګرۍ او ولسي ژوند اغېز؟


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سپين بولدک او چمن تړل شوې لار د سېشنبې پر ورځ بېرته خلاصه کړل شوه.

دا لار د دوشنبې په ورځ د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د اغزن تار غځولو پر سر تړل شوې وه.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لار تړل کېږي او بلکې پخوا هم څو ځلې دغسې شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لارې نه يواځې د سوداګرۍ بلکې پر ډېورنډ کرښه اباد قامونه يې د خپلو ټولنيزو اړيکولپاره استعمالوي.

د لارو تړل کېدل پر دوه اړخيزه سوداګرۍ او د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی دی.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د سوداګرو اتحاديې د راتلونکې کال لپاره ټاکل شوي مشر دارو خان اڅکزي، په جلال اباد کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې خدمتي مرستيال نجيب الله صاحبزاده او د کرمې د تري منګل يو مشر حاجي عبدالرحيم منګل سره بحث شوې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د تړلو پر تجارت او ولسي ژوند اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG