د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټویټر د خادم رضوي پاڼه وتړله


پر ټولنيزه پاڼه ټويټر باندې د تحريک لبيک پاکستان مشر علامه خادم رضوي پاڼه بند کړل شوې ده.

د علامه خادم رضوي په نوم جوړه پاڼه چې کله پرانیستل شي نو پر هغې په انګريزي کې ليکل شوي چې دا پاڼه تړول شوې ده.

له دې سره دا هم ليکل شوي چې پاڼه ځکه تړل شوې چې د ټويټر ورباندې داسې مواد خپاره شوي چې د ټويټر د اصولو خلاف دي.

ټويټر دا ګام تر هغه وروسته اخيستی دی چې د اتوار پر ورځ د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چوهدري په کراچۍ کې يوې غونډې ته وويل چې ټويټر د خادم رضوي د ټويټر پاڼې له تړلو انکار کړی دی.

هغه زياته کړه: ''د اسيه بي بی معامله چې څو ورځې مخکې رامنځ ته شوې، موږ وليدل چې مالومات څنګه خپاره شول. نن (اتوار) څلورم ورځ ده او د خادم رضوي پر پاڼه لاهم د هغه ټويټونه په دوامداره توګه خپرېږي ځکه چې ټويټر د هغه د پاڼې بندلو په اړه زموږ خواست رد کړی دی.''

د فواد چوهدري تر دې څرګندونو څو ساغته وروسته د خادم رضوي پاڼه وځنډول شوه.

په پاکستان کې لوی شمېر خلک پر ټويټر پاڼه دا کمپاين چلولی وو چې د ټويټر چارواکيو ته دې وليکل شي چې علامه خادم رضوي پر خپله پاڼه داسې مواد خپروي چې تشدد ته لمن وهلو سبب ګرځي او د پاکستان د ادارو پرضد نفرت خوروي.

تحريک لبيک پاکستان د سپريم کورټ د هغې فیصلې پر ضد درې ورځې پرله پسې پرتشدد مظاهرې کړې وې چې له مخې يې په زنداني عيسوي ښځه اسيه بي بي د مذهب سپکاوي په مقدمه کې بېګناه ګرځولې وه.

د پاکستان ټيليويژنونو د تحريک لبيک مظاهرو ته هغومرې ځای ورنکړ لکه چې پخوا يې ددې تحريک احتجاجونو ته ورکړی وو تحريک لبيک مشر خادم رضوي به د احتجاج پر مهال خپله ټويټر پاڼه د پروپېګنډ لپاره استعمالوله.

XS
SM
MD
LG