د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چټک بس سروس منصوبې يو کال وشو خو لا جوړه نه ده


پروسږکال د اکتوبر پر ۱۸ مه نېټه د خېبر پښتونخوا د هغه وخت وزيراعلا پروېز خټک د پېښور چټک بس سړک رسمي پرانسته وکړه او پردې مهال يې په خپله وينا کې د صوبې او پېښور پر خلکو غږ وکړ چې یوازې شپږ مياشتې کړاو دې وګالي او په دې موده کې به منصوبه پای ته ورسول شي.

شپږ مياشتې تېرې شوې خو سړک جوړ نه شو. حکومت بيا په يوه مياشت کې د بشپړولو ژمنه وکړه، هغه مياشت هم تېره شو خو بيا هم سړک جوړ نشو.

د اپوزېشن ګوندونو غوښتنه داده چې يوه پارلېماني کمېټۍ دې جوړه کړل شي چې د پروژې د مالي شفافيت او پروخت يې د نه بشپړېدو جاج واخستل شي.
خوشدل خان

بيا په کې کال تېر شو خو نه سړک جوړ شو او نه هم چټک بس سروس پیل شو بلکې برعکس د پېښور لارې کوڅې نن هم کندې کپرې پرتې دي او د چټک سروس پر ځای بسونه او ګاډیانې هروخت کله ورو کله بيخي پر ځای ولاړې وي.

د خرابو لارو او سړکونو له وجې خلک په تګ راتګ کې ستونرې لري.

د مشال راډیو خبريال د پېښور په سړکونو له ځينو خلکو سره خبرې کړي چې پکې يو هم نعمت شاه وو چې ماشومې لور يې په غېږ کې وه.

هغه لور ته په اشاره سره وويل چې د ګُردو ناورغه ده او د علاج لپاره يې لېډی رېډنګ هسپتال ته وړې وه خو چې بېرته راتلی نو بس د ټرافک په ګڼه ګوڼه کې بند شو او ډرايور په نيمه لار کې کوز کړل.

هغه وويل چې اوس به تر صدر بازار پورې پیاده ځی او له هغه ځای څخه به د باړې بس ته خېږي.

د چټک بس سروس د پرانستې وروسته حکومت په اخبارونو او ټيليويژنونو باشتهارونه خپاره کړي ووچې پکې په ښکلو ښکلو تصويرونو، نقشو او ويډيو کې ښودل شوي وو چې دا به د پېښور ښار د اوسېدونکيو ژوند وربدل کړي.

د مشال راډیو خبريال له يو بل کس سره وليدل چې له بنو ښاره پېښور ته راغلی وو چې د ښار په منځ کې د بند ټرافک له وجې له بس څخه کوز کړل شوی وو.

بل ځوان بيا په لاره کې بند وو او مشال راډیو ته يې وويل چې شوبې ته يې تلل غوښتل خو د کندو کپرو لارو له وجې نشي تللی.

د چټک بس سروس د پرانستې وروسته د واکمن تحريک انصاف حکومت په اخبارونو او ټيليويژنونو اشتهارونه خپاره کړل چې پکې په ښکلو ښکلو تصويرونو، نقشو او ويډيو کې ښودل شوي وو چې دا به د پېښور ښار د اوسېدونکيو ژوند وربدل کړي.

په اشتهار کې ويل شوي وو چې دا به د نړيوال معیار سړک او سروس وي چې په يوه ورځ کې به څلور لاکه مساپران وړي راوړي،له څمکنو تر حيات اباده پورې به ۳۲ بس سټېشنونه وي او هر دوه منټه پس به بس راځي او مساپران به کوزوي او خېژوي.

خو کال تېر شو چې نه يوازې د سړک جوړېدو وخت زيات شو بلکې لګښت هم سېوا شو.

حکومت ويلي وو چې پر منصوبه به ۴۸ اربه روپۍ خرڅ راځی خو له وخت تېرېدو سره دا لګښت ۶۸ اربه روپۍ ته ورسېد.

د جولايي پر ۲۵ مې انتخابات وشول او صوبې حکومت بيا د تحريک انصاف په لاس ورغلی.

د پخوا په شان دا ځل هم اپوزيشن ګوندونو په منصوبه کې د درغليو تور ولګاوه.

څو ورځې وړاندې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر اکرم خان دراني د چټک بس منصوبې په اړه د پارلېماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه وکړه.

دعوامي نېشنل ګوند د اسمبلي خوشدل خان د اپوزيشن دريځ له مشال راډیو د شريکولو پر وخت وويل، د منصوبې لپاره قرضه اخيستل شوی دی نو ممکن نه ده چې اوس نيمګړې پاته شي البته د اپوزېشن ګوندونو غوښتنه داده چې يوه پارلېماني کمېټۍ دې جوړه کړل شي چې هغه د پروژې د مالي شفافيت او پروخت يې د نه بشپړېدو جاج واخلي.

خو واکمن تحريک انصاف وايي،په منصوبه کې له شفافيت کار اخیستل شوی دی او لګښت يې ځکه زيات شوی چې په منصوبه کې يې د پېښور ښار نورې سيمې هم شاملې کړې دي.

ګوند وايي،د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۲۳ مې به چټک بس سروس په رسمي کار پیل کړي.

په منصوبه کې له شفافيت کار اخیستل شوی دی او لګښت يې ځکه زيات شوی چې په منصوبه کې يې د پېښور ښار نورې سيمې هم شاملې کړې دي.
اصف خان

اصف خان د تحريک انصاف د اسمبلۍ غړی دی او دغه سړک د هغه تر حلقې هم تېرېږي. نوموړي مشال راډیو ته وويل، په دې منصوبه کې له پوره شفافيت کار اخيستل شوی دی.

دده په خبره د صوبايي حکومت يوازې د منصوبې څارنه کوي او نور کارونه ټول اېشين ډېوېلپمېنټ بېنک پرمخ وړي.

د واکمن تحريک انصاف ددېوضاحت باوجود د منصوبې شفافيت لاهم تر سوال لاندې دی.

د جولايي پر ۱۹ مه پېښور های کورټ د احتساب قامي ادارې نېب ته حکم ورکړی وو چې پلټنې وکړې چې منصوبه پر وخت ولې مکمله نشوه او لګښت يې ولې زيات شو.؟

XS
SM
MD
LG