د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد قیصر: د مدرسو نصاب نه بدلوو


اسد قیصر
اسد قیصر

پراګ ـ د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې حکومت د مدرسو په نصاب کې د بدلون هېڅ پلان نلري. اسد قيصر دا خبره د صوابۍ په پنج پير کلي کې درې ورځني کانفرنس ته د وينا پر مهال وکړه.

نوموړي وويل چې د مدرسو په نصاب کې د بدلون په اړه په رسنۍ کې ورکړل شوي مالومات غلط او ګنګوسي دي.

هغه قسم و خوړ چې حکومت داسې هيڅ کوم پلان نلري چې د مدرسو نصاب بدل کړي.

البته اسد قيصر په مشخصه توګه د هغو رسنيو ذکر ونکړ چې د ده په وينا دا ګنګوسې خپروي. نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د مدرسو نصاب بدلول د تحريک انصاف د انتخاباتي اېجنډا برخه وه.

عمران خان تر عامو انتخاباتو له مخه د ۲۰۱۸ م کال د مې په مياشت کې په حکومت کې د راتلو په صورت کې د سل ورځنۍ انتخاباتي اېجنډې اعلان کړی وو.

د مدرسې دوه زده کوونکي
د مدرسې دوه زده کوونکي

نوموړي ويلي ول چې په واک کې له راتلو سره سم به د مدرسو په نصاب کې داسې بدلون راولي چې په نتيجه کې يې د ده په وينا د عصري تعليم د طالبعلمانو په شان د مدرسو زده کوونکي هم ډاکټران او انجينيران شي.

د جولايي ۲۵ مې انتخاباتو په نتيجه کې د عمران خان حکومت جوړ شو او نوموړي د اکتوبر پر درېمه نېټه د وزيراعظم په دفتر کې له ديني عالمانو او د وفاق المدارس له مشرانو سره ملاقات وکړ.

پر دې مهال عمران خان وويل چې په هېواد کې درې قسمه نصاب ښودل کېږی چې له وجې يې تعصب خورېږي او د مدرسې زده کوونکي په ټولنه کې يواځې کېږي.

عامر رانا په پاکستان کې د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او مدرسو په اړه څیړنې کوي. نوموړي د اتوار په ورځ مشال ته وويل چې په نصاب کې بدلون راوستل د تحريک انصاف حکومت لپاره مشکل کار دی.

هغه زياته کړه،

((په خاصه توګه د مدرسو د اصلاحاتو خبره که څوک کوي هغه ته د ګټې پر ځای تاوان رسېږي او مذهبي طبقه د حکومت خلاف کېدلی شي. زما په فکر حکومت دا وخت په داسې حالت کې نه دی چې د مذهبي طبقې د مخالفت جوګه شي.))

په پاکستان کې د مدرسو په نصاب کې د بدلون راوستلو موضوع تر ټولو لانجمنه ده. پر مدرسو دا تور لګېږی چې داسې زده کړي ورکوي چې هغه په هېواد کې د انتاهپسندۍ سبب ګرځي. خو ديني عالمانو او حکومتونو دا تورونه رد کړي دي.

د جنرال مشرف، پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز حکومتونو کوششونه وکړل چې په مدرسو کې اصلاحات راولي خو د مذهبي ګوندونو او وفاق المدارس د مخالفت له کبله يې خپل پلانونه عملي نکړای شول.

XS
SM
MD
LG