د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني خبریالان پر مېډیا بندېز اندېښمن کړي


پاکستاني خبریالانو وخت په وخت د خپلو حقونو غوښتلو لپاره مظاهرې کړي.
پاکستاني خبریالانو وخت په وخت د خپلو حقونو غوښتلو لپاره مظاهرې کړي.

پراګ ـ پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.

په پاکستان کې پر رسنيو د بنديزونو او سنسرشپ تورونه د سږکال په لومړنيو مياشتو کې پیل شول او د جولای ۲۵ مې تر ټاکنو له مخه نورهم زيات شو.

ځينو ليکوالانو شکايت وکړ چې اخبارونو يې د پښتون تحفظ موومېنټ په اړه د ليکنو له خپرولو انکار کړی.

وروسته مسلم ليګ نواز ډلې ادعا وکړه چې رسنۍ د دوی انتخاباتي هلو ځلو ته په خپلو خپرونو کې ځای نه ورکوي.

د اکتوبر په ۸مه د ډان ورځپاڼې خبريال سېرل المېډا د غدارۍ په مقدمه کې عدالت ته حاضر کړل شو.

هم دغو خبرو ته په پام سره د پاکستان يو مشر خبريال ناصر زيدي چې د جنرال ضياالحق په واکمنۍ کې د خپل مسلکي کار له وجې په دورو وهل شوی وو، وايي چې په دې هېواد کې پر مطبوعاتو بنديزونه تر بل هروخت زيات شوي دي.

((دا وخت د پاکستان ميډیا د تاريخ له ناوړه بنديزونو سره مخامخ ده. په ظاهره دا بنديزونه ښکاري نه. په عمومي توګه په نظر دا راځي چې په هېواد کې سل ټيليويژيون چينلونه دي او ګڼ شمېر اخبارونه چاپېږي خو دا خبره ليکوالانو ته مالومه ده چې د هغو د ليکنو پر يوه يوه لفظ باندې نظر ساتل کېږي او سنسر کېږي. دا کار د يوه حکم مطابق نه بلکې د پردې شاته پټ په پټه کېږي. په داسې حالاتو کې موږ او د پاکستان فېډرل يونېن اف جرنلسټس ته د يووالې ضرورت دی.))

د دې حالاتو پرضد د پاکستان د اخبارونو مديرانو، مالکانو او د خبريالانو د حقونو لپاره فعاله نړيوالو تنظيمو غږ پورته کړی. پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د اکتوبر پر نهمه نېټه د هېواد په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه وکړل.

خو تنظيم دا وخت د افضل بټ، رانا عظيم او پرويز شوکت په نوم درو ډلو کې وېشل شوی دی.

د خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الاسلام سيفي وايي چې د خبريالانو خپل منځي اختلاف د دوی ږغ کمزوری کړی دی.

هغه وايي، د دې تقسيم تاوان دا شوی دی چې د اطهار د ازادۍ د ځپلو لپاره جوړېدونکيو قوانینو د مخنيوي لپاره موثره مقابله نشي کېدالای، په عدالتونو کې د خبريالانو په اړه مقدمې په سمه توګه پر مخ نه ځي، خبريالان له ادارو ویستل کېږي او د صحافت پر معيار ناوړه اغېز شوی دی.

نوموړي تور پورې کړ چې د رسنيو مالکان د دغو صحافتي تنظيمونو له ځينو مشرانو سره پټ په تماس کې دي او هڅه کوي چې پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس هم دغسې تقسيم پاته شي.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په ۲۰۱۳ م کال کې په کراچۍ د تنظيمي انتخاباتو د متنازعه نتيجو پرسر تقسيم شوی وو.

وروسته ناصر زيدي او ځينو نورو خبريالانو هڅه وکړه چې دوی سره پخلا کړي خو بريالي نشول. ناصر زيدي وايي چې د پاکستان رسنۍ تر ډېر بد وخت تېرېږي نو بايد خبريالان يو موټي شي.

((دا تقسيم په اصل کې د مفاداتو جنګ دی. شخصي ګټو په اصل هدفونو غلبه موندلې ده او ددې ترڅنګ د تنظيمونو د مشرانو ارادې هم کمزورې وې. زما په فکر بايد موږ ټول خبريالان يو موټي شو او د دې لپاره په مختلفو سطحو کوششونه هم روان دي. دا وخت چې د پاکستان مطبوعات او خبريالان تر کومې بدې ورځې تېرېږي نو هغه د اتحاد غوښتنه کوي او زموږ په خيال پاکستان فېډرل یونين اف جرنلسټس هغه تنظيم دی چې د خبريالانو حقونو خوندي کولی شي.))

ناصرزيدي زياتوي چې تر دې وړاندې په ۱۹۷۸م کال کې هم د جنرال ضياالحق په واکمنۍ کې مطبوعات له بنديزونو سره مخامخ وو او چې کله پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د دې پرضد مبارزه پیل کړه نو دغه تنظيم په دوو برخو کې چې يوه ته يې برنا او بل ته يې صديقي ډله ویل، تقسیم کړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG