په ننګرهار پوهنتون کې سلګونه زده کوونکو د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زده کړو د بندیز خلاف مظاهره کړې ده.
هلته د نړۍ یوشمېر هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو پر اقدام د زښت خپګان څرګندونه کړې ده او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی دی چې ټولې تعليمي ادارې دې پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي دي چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."
د ډېسېمبر پر ۲۱مه چې نجونه پوهنتونونو ته ولاړې نو هلته ولاړو ساتونکو دروازې بندې کړې او هغوی یې داخېلېدو ته پرې نه ښوولې.
ننګرهار کې مظاهره
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي سلګونه ښځینه او نارینه زده کوونکي د ډېسېمبر پر ۲۱مه د طب پوهنځي په ودانۍ کې ورټول شوي ول. پر ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې ښکاري چې نارينه زده کوونکي هم احتجاجاً له ټولګیو وځي.
Male students in Nangarhar medical university walked out of classes in protest of Taliban’s ban on female university students. Tens of others protested in front of the university against this decision. #Afghanistan pic.twitter.com/66DbNiJvtn
— Malali Bashir (@MalaliBashir) December 21, 2022
د ننګرهار مظاهرچيانو شعار ورکاوه چې "زده کړې د ټولو لپاره یا بیخي نه!"
دوی د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له خپلې پرېکړې په شا شي. ځينو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي مشال راډيو ته وويل چې د یوشمېر نجونو د پوهنتون وروستی کال دی او د طالبانو دا پرېکړه یې ژوند ورخرابوي.
غبرګونونه
د طالبانو اقدام په هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.
ګڼو افغان ښځو او سړیو هم پر ټولنيزو رسنيو په ليکنو کې پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ دې د تعليم دروازې نه بندوي.
د کرکټ نومیالي لوبغاړي راشد خان د "افغان نجونه زده کړو ته پرېږدئ" تر هیشټيګ لاندې ليکلي چې "د يوې مور غېږ د ماشوم لومړنۍ مدرسه او کومه ټولنه چې خپل اولاد د نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو د ګټور خدمت تمه ولري."
#LetAfghanGirlsLearn 🙏🙏🙏 pic.twitter.com/KdEK4MXACF
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) December 21, 2022
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې "سمدستي" دې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز له اقدامه په شا شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ډېسېمبر پر ۲۱مه نیمه شپه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو اقدام "زښت خواشینی" کړی دی.
Deeply dismayed by the announcement from the Taliban denying women the right to a university education. Afghan women deserve better. Afghanistan deserves better. The Taliban have just definitively set back their objective of being accepted by the international community.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) December 20, 2022
بلېنکن ویلي دي چې "افغان ښځې" او "افغانستان" د ښو کارونو "وړ او حقدار" دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په دې ډول "طالبانو واقعاً په نړیواله توګه" د خپل حکومت د "رسمیت پېژندنې د موخې" پر وړاندې خنډ ودراوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي دي چې د طالبانو پرېکړې "خواشینی" کړی دی خو هغه په عین حال کې زیاتوي چې د دې "ستونزو د حللاره لا هم له طالبانو سره" د "رابطو" په ساتلو کې ده.
په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا او برتانیې سفیرانو د افغانستان په اړه د امنیتي شورا په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونو او د هغوی د ازادیو محدودولو اقدامات وغندل.
د بشري حقونو د څار سازمان (هيومن رایټس واچ) د ډېسېمبر پر ۲۰مه پر ټوېټر ليکليچې د طالبانو دا کار شرموونکی دی. "طالبانو مېرمنې له پوهنتونونو منع کړې دي. دا یو له شرمه ډک عمل دی. په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د زده کړو حق اخلي."
د ملګرو ملتونو انتونیو ګوتېرېش د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ بللی دی.
د نوموړي وياند په يو بیان کې ويلي چې د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر ټوېټر ليکلي چې د طالبانو دا عمل له ټولنې څخه د "افغان ښځو د حذفولو یو بل ګام" دی.
دا هم وګورئ: پيترېیس اشترو ووچيس: طالبان د نړۍ غوښتنو ته غوږ نه ږدي او افغانستان منزوي کويد ناروې د کډوالو شورا د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بیان کې د طالبانو اقدام "غندلی" دی. د شورا د افغانستان چارو مشر نیل ترنر ویلي دي چې د طالبانو پر چارواکو غږ کوي چې "سمدستي دې پر تعلیم دا او نور محدودیتونه ختم" کړي.
د طالبانو حکومت دریځ او پر ښځو محدودیتونه
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول.
هغوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.
طالبان دريځ لري چې د ښځو د تعليم او کار په اړه د يو شرعي چوکاټ په جوړولو کار کوي. خو دا چوکاټ یې نه دی تشريح کړی.
د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. امريکايي چارواکو ويلي چې د طالبانو پالیسيانې که همداسې وي نو په رسميت د پېژندل کېدو تمه دې نه کوي.
طالبانو په تېرو وختونو کې پر ښځو د بندیزونو نړیوالو غبرګونونو ته پام نه دی کړی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.
طالبانو د نجونو پر تعليم پر بندیز برسېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.
افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي.