د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان کې ناامني د راتلونکو عامو انتخاباتو کېدل اغېزمنولای شي؟


په پاکستان کې د رايې اچولو په يوه مرکز کې کارمندانې د رايو اچولو بهير څاري ــ پخوانی انځور
په پاکستان کې د رايې اچولو په يوه مرکز کې کارمندانې د رايو اچولو بهير څاري ــ پخوانی انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ويلي دي چې په هغه هېواد کې به عام انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د ډېسېمبر پر اوومه په پاکستان کې د رايې ورکوونکو د ملي ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې د ټاکنو کمېشن مشر ويلي چې د حتمي انتخاباتي نوملړ د چاپ او لېږد کار بشپړ شوى دى او د انتخاباتو مهالوېش به په څو ورځو کې اعلان شي.

راجا په خپل پيغام کې پر ولس غږ کړی د انتخاباتو پر ورځ دې د رایې ورکولو له حقه کار واخلي. نوموړي زياته کړې د ټاکنو کمېسيون به پر خپل وخت د سوله ييزو انتخاباتو کول باوري کوي.

د انتخاباتي کمېشن مشر دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې په وروستيو کې په پاکستان کې داسې ګنګوسې خپرې شوي او ځينې سياسي بيانونه راغلي چې ښايي د ناامنۍ پېښې پر انتخاباتي کيمپېنونو اغېز وکړي او يا انتخابات بيا وځنډول شي.

د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر پينځمه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان له "ناامنۍ" سره مخامخ دي.

نوموړي په داسې حالاتو کې د راتلونکو عامو انتخاباتو پر امکان شک څرګند کړ. "[د خيبر پښتونخوا] په ډېره اسماعيل خان، ټانک او لکي مروت کې هېڅ پوليس نه شته. د شپې په اوږدو کې دا سیمې د وسلوالو په ولکه کې وي او د ورځې بيا پوليس راشي. ايا په داسې حالاتو کې انتخاباتي کيمپېن کېدای شي؟"

فضل الرحمان زياته کړه چې په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د هغوی د ګوند يوشمېر غړي وژل شوي دي.

پر دې برسېره، د پاکستان پيپلز ګوند وياند فيصل کريم کونډي د ډېسېمبر پر شپږمه له اې ار وای نيوز ټېلېويژن سره د يوې مرکې پر مهال وويل چې په ډېره اسماعيل خان کې ځايي انتظاميې د هغوی د ګوند مسوولينو ته ويلي چې تر ماښام وړاندې دې خپلې انتخاباتي غونډې سر ته رسوي.

د دې په ځواب کې د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي د ډېسېمبر پر اوومه له جيو نيوز ټېلېويژن سره د خبرو پر مهال وویل چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ ستونزې شته، خو د نوموړي په وينا، په هغه هېواد کې تر دې وړاندې حالات زيات خراب شوي خو بيا هم انتخابات ترسره شوي دي.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر پينځمه د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز احمد بګټي هم له دنيا نيوز ټېلېويژن سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته به د راتلونکو عامو انتخاباتو ترسره کولو لپاره "بشپړ امنیت" ورکول کېږي.

نوموړي دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر څلورمه په ټول هېواد کې تر ۲۷۷،۰۰۰ زیاتو پولیسانو د کمښت پوره کولو لپاره د رايې اچولو مرکزونو دباندې د پوځ او ملکي وسلوالو ځواکونو د ګومارلو غوښتنه وکړه.

بګټي پر دې مهال زياته کړه چې ګوندونه باید د ټاکنیز کيمپېن لپاره د غونډې تر تنظيمولو وړاندې له قانون پلي کوونکو ادارو سره "همکاري" وکړي.

په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو پوه حسن خان وايي چې دا ځل امنيتي ادارو هم ژمنتيا ښوولې چې راتلونکي انتخابات پر ټاکلي وخت وکړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل، "که پوځ د ناکرارۍ يا ناامنۍ له وجې انتخابات ځنډوي نو له دې سره بهر [نړۍ ته] دا تاثر ځي چې ګواکې په ملک کې حالات واقعي ټيک (ښه) نه دي، او بل له نړيوالو سره ژمنتياوې هم دي چې په پاکستان کې بايد پر وخت انتخابات وشي. اوس هم کيمپېنونه هم روان دي، نو ځکه زه وايم چې پر ادارو باندې هم فشار دی چې پر وخت انتخابات وکړي او د ولس په خوښه چې کوم حکومت راشي، هغه ته واک وسپاري."

په پاکستان، په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تر هغه وروسته د ناامنۍ پېښې زياتې شوې چې کله ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې وویل چې له حکومت سره کړی اوربند پای ته رسوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد کې ۳۴ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د راپور له مخې، تېره مياشت خیبر پښتونخوا ترټولو اغېزمنه صوبه وه چې هلته ۵۱ بريدونو شوي ول چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي او ۸۱ ژوبل شوي ول.

په همدې موده کې، په بلوچستان کې نهه بریدونه شوي چې پکې د ۱۵ امنیتي سرتېرو او درو ملکي وګړو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي ول.

په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو پوه محمود جان بابر د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د اوس پرتله د تېرو کلونو د انتخاباتو پر مهال ناامني زياته وه خو بيا هم د انتخاباتو مخې ته یې خنډ نه وو درولی. "د ۲۰۰۸ز کال تر انتخاباتو وړاندې [د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه] بېنظير بوټو وژل شوې وه. د ۲۰۱۳ز کال تر انتخاباتو وړاندې په خيبر پښتونخوا کې نامتو سياستوالان وژل شوي ول خو بيا هم انتخابات شوي ول. زما په خيال اوسني حالات خو لا هغه ځای ته نه دي رسېدلي او يوازې د بدامنۍ په نوم به دا انتخابات نه ځنډول کېږي."

د پاکستان قامي اسمبلۍ د خپلې پينځه کلنې مودې بشپړولو وروسته د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر نهمه د هغه وخت وزيراعظم شهباز شريف ماته کړې وه.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته بايد په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي، خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه په يوه بيان کې وويل چې د هغه هېواد له ایین او انتخاباتي قانون سره سم، اوسنۍ حلقې لغوه کوي او د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې پر اساس نوې انتخاباتي حلقې جوړوي چې وروستی نوملړ به يې د نومبر په پای کې خپور کړي او له هغه وروسته به انتخاباتو ته چمتووالی نيسي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۳۰مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو د حلقه بندیو وروستی نوملړ خپور کړ او زياته يې کړه چې پر اساس یې عام انتخابات کوي.

XS
SM
MD
LG