د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي‌ نن به د نګران وزیراعظم نوم اعلان کړي‌


وزيراعظم شهباز شريف ویلي چې د پاکستان ایين د نگران وزيراعظم ټاکلو لپاره اته ورځې وخت ورکړی دی.(انځور: ارشیف)
وزيراعظم شهباز شريف ویلي چې د پاکستان ایين د نگران وزيراعظم ټاکلو لپاره اته ورځې وخت ورکړی دی.(انځور: ارشیف)

د پاکستان تلونکی وزيراعظم شهباز شريف وايي، د راتلونکي نګران وزیراعظم نوم به د اګست پر ۱۲مه په ډاګه کړي.

د پاکستان سرکاري راډيو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د ړنګ شوي ایتلافي حکومت له مشرانو سره به تر سلا مشوره وروسته به د نګران وزیر اعظم په اړه اعلان کوي.

بلخوا ولسمشر ډاکټر عارف علوي د اګست پر ۱۱مه حکومت ته په يو لیک کې کښلي چې د اګست تر ۱۲مې دې نګران وزیر اعظم وټاکي.

خو وزيراعظم شهباز شريف په دې اړه ویلي چې د پاکستان ایين د نگران وزيراعظم ټاکلو لپاره اته ورځې وخت ورکړی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي‌ د اګست پر نهمه قومي اسمبلۍ ماته کړې وه
د پاکستان ولسمشر عارف علوي‌ د اګست پر نهمه قومي اسمبلۍ ماته کړې وه

د پاکستان تلونکی وزیراعظم شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۰مه په لومړي ځل خبرې وکړې او یو بل ته یې د احتمالي وزیراعظم نومونه وسپارل.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د شریف او ریاض احمد لومړی ملاقات صمیمانه وو او ټاکل شوې وه چې دواړه مشران د اګست پر ۱۱مه په دویم ځل سره وګوري.

راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۰مه په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا و نه ویل چې دوی پر کومو نومونو غور کوي خو زیاته یې کړه چې مشورو ته دوام ورکوي او نګران وزیراعظم به له شریف سره په سلا ټاکل کېږي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.

د اګست پر نهمه شهباز شریف د وزیراعظم په توګه ولسمشر ته سپارښتنه کړې وه چې اسمبلي ړنګه کړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر نهمه د اسمبلۍ تر ړنګېدو مخکې د ګډ انځور اخیستو پر مهال.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر نهمه د اسمبلۍ تر ړنګېدو مخکې د ګډ انځور اخیستو پر مهال.

د ولسمشر عارف علوي دفتر د اګست نهمې پر ماخوستن ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې له ایین سره سم یې د اسمبلۍ تحلیلولو سند لاسلیک کړی دی.

د ولسمشر له اقدام سره وفاقي کابینه هم ړنګه شوه.

د پاکستان له ایین سره سم، وزیراعظم او په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر باید په درو ورځو کې د لنډمهالي وزیراعظم پر نوم سلا شي.

که داسې و نه شي نو بیا دا دنده پارلېماني کمېټي ته سپارل کېږي چې باید په درو ورځو کې د پخواني وزیراعظم او د قامي اسمبلۍ د اپوزیشن د پخواني مشر په سپارښتنه د یو کس نوم د حکومت مشرۍ ته غوره کړي.

له اساسي قانون سره سم، که پارلېماني کمېټي هم په دې کار کې پاتې راځي نو بیا انتخاباتي کمېشن په دوو ورځو کې د لنډمهالې ادارې د مشر نوم اعلانوي.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو له مخه لا په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې نګران حکومتونه ول ځکه چې هلته صوبايي اسمبلۍ د روان کال په پیل کې ړنګې شوې وې.

البته په سیند او بلوچستان صوبو کې منتخبې اسمبلۍ فعالې وې خو اوس پکې د سیند اسمبلۍ هم د اییني‌ مودې تر پوره کولو وړاندې ماته کړل شوې ده.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG