د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پښتنو ملتپاله ګوندونو د حلقه بندیو وروستی نوملړ رد کړی دی


ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي ـ پخوانی انځور.
ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي ـ پخوانی انځور.

په بلوچستان کې پښتون ملتپاله ګوندونه وايي، انتخاباتي کمېشن یې شکایتونه نه دي حل کړي نو ځکه د حلقه بندیو حتمي لېسټ ورته د منلو وړ نه دي. اخوا بلوڅ ملتپاله ګوندونه د حلقو وروستی فهرست د لومړني نوملړ پرتله بهتر بولي.

د پښتنو ملتپاله ګوندونو په وینا، د انتخاباتو کمېشن ته یې خپل ټول شکایتونه له دلایلو سره وړاندې کړي ول خو بیا یې هم ستونزه نه ده هواره شوې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پارلېماني چارو صوبايي سېکرټر حضرت عمر اڅکزي د ډېسېمبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ارادي توګه د پښتنو د پارلېماني قوت کمولو هڅه شوې ده. "قلعه عبدالله او چمن چې کله یوه ضلع وه نو درې سیټونه یې ول او چې سره بېل شول نو سیټونه یې دوه شول. بل د اواران د ابادۍ تناسب ۰.۶۱ دی، او د موساخېلو هغه ۰.۶۲ دی یعنې تر اواران زیات دی خو بیا هم د موساخېل څوکۍ اواران ته ورکړل شوې او موساخېلو او بارکان په یوه ضلع کې اچول شوي دي."

اڅکزي وویل چې له پښتنو سره بل "زیاتی" په سېوۍ او هرنايي کې شوی دی. "موږ خپل دریځ ورته وړاندې کړ چې سېوۍ او هرنايي دې پر خپل ځای وساتل شي خو له سېوۍ دې یوازې لهړي تحصیل په جل مګسي کې شامل شي. په تاریخي توګه سېوۍ او هرنايي د برېټېش بلوچستان برخه اوسېدلې خو لهړي او جل مګسي د قلات ریاست برخه وې. لهړي او جل مګسي بلوڅان دي خو سېوۍ او هرنايي پښتانه دي. دوی هرنايي په زیارت ګډه کړه او سېوۍ یې بېرته د تحصیل له لاسه یرغماله کړه."

حضرت عمر اڅکزي زیاته کړه چې د دې تر څنګ د کوټې ځینې حلقه بندۍ هم د اصولو او قوانینو خلاف شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۳۰مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو د وروستیو حلقه بندیو نوملړ خپور کړ.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي جنرل سېکرټر محبت کاکا د ډېسېمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې دوی هم پر یوشمېر حلقو اعتراض کړی وو خو د ده په وینا، د انتخاباتو کمېشن یې غوښنتنې نه دي منلې. "زموږ پر هرنايي، شېراني، چمن او د کوټې پر حلقو اعتراض وو او زموږ د پښین د قومي اسمبلۍ پر حلقه اعتراض وو."

حضرت عمر اڅکزي او محبت کاکا وویل چې دوی ښايي تر سلا مشورو وروسته یو ځل بیا خپلې اندېښنې عدالت ته وړاندې کړي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي ملک سکندر خان مشال راډیو ته وویل چې د ګوند ځانګړې جرګه د دې حلقه بندیو جاج اخلي او بیا به پرېکړه کوي چې څه کوي.

خو د ملتپال بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې او نیشنل ګوند غړو مشال راډیو ته وویل چې د انتخاباتو کمېشن د حلقو وروستی نوملړ د لومړي فهرست پرتله ښه شوی دی.

هغوی وویل چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې پر ځینو حلقو څه اندېښنې لري خو په مجموعي توګه خوشاله دی.

د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې مخکښ اختر حسین لانګو د ډېسېمبر پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، دوی چې د انتخاباتو کمېشن ته څومره شکایتونه وړاندې کړي ول، هغه ټول نه دي حل شوي. "د انتخاباتو کمېشن د لومړنیو حلقه بندیو پرتله اوس څه بهتري راغلې ده، خو په ځینو سیمې کې بیا هم کمۍ بېشۍ شته، موږ د ګوند له مشرتابه او قانونپوهانو سره سلا مشوره کوو او که ضرورت وو نو ښايي های کورټ ته لاړ شو."

د نیشنل ګوند ویاند جان محمد بلېدي د حتمي انتخابي حلقه بندیو په اړه مشال راډیو ته وویل، تر ډېره حده مطمین دی خو د ځینو حلقه بندیو په اړه بیا هم تحفظات لري. "پخوانۍ حلقې هم ښې وې، خو په ځینو هغو کې ستونزې وې، بیا زموږ د ګوند غړي د انتخاباتو کمېشن ته ورغلي او په هغه کې زیاتره ستونزې هوارې شوې دي، خو یو د خضدار ښاري حلقه او بل په کېچ ضلع کې څه ستونزې شته او هلته تقسیم سم نه وو شوی."

اخوا د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر شریف الله مروت د ډېسېمبر پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، ټول شکایتونه یې اورېدلي او په هغو ځایونو کې یې بدلون راوستی چېرې چې "مناسب" وو. "د انتخاباتو کمېشن له خوا دا حلقې حتمي دي، اوس که څه عدالت ته ځي او عدالت پکې څه پرېکړه کوي نو هغه بېله خبره ده ګني د انتخاباتو کمېشن له خوا دا عمل بشپړ شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات کېږي او د دې لپاره زیاتره ګوندونو کیمپېنونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG