د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې په ځانمرګي برید کې ۱ تن وژل شوی، ۲۱ ژوبل دي


په بکاخېلو کې لسګونه کسانو د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر شپږمه د ناامنۍ پرضد لاریون کړی وو.
په بکاخېلو کې لسګونه کسانو د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر شپږمه د ناامنۍ پرضد لاریون کړی وو.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې په ځانمرګي برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن وژل شوی او د اېف سي ځواک سرتېرو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل دي.

د پولیسو او استخباراتي ادارې دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د نومبر پر ۲۶مه ماسپښين مهال خپل زرنج ګاډی د بکاخېلو په ازاده منډیۍ کې د اېف سي ځواک له قافلې سره ټکر کړ.

دوی زیاتوي چې وژل شوی کس ولسي وګړی دی او په ژوبلو کې ۱۳ د اېف سي ځواک سرتېري او نور یې ملکیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. هغو چارواکو له دې پرته نور معلومات ور نه کړل او تر اوسه د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي او انتظامي چارواکو پر ژمنو سربېره د روان کال له پیل راهیسې د بنو په بکاخېلو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی چې پرضد یې ځايي اوسېدونکو مظاهرې کړې دي. په بکاخېلو کې لسګونه کسانو د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر شپږمه د ناامنۍ پرضد د لاریون پر مهال له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې وه.

له بکاخېلو پرته د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې هم د روان کال له اوړي (دوبي) راهیسې ناامني زیاته شوې ده او وخت په وخت حملې کېږي.

د نومبر پر ۲۳مه وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د ځنګلونو د ادارې یو کارکوونکی وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې خو پولیسو مشال راډیو ته وویل چې مقدمه یې دایره کړې او د وسلوالو لټون کوي.

د نومبر پر ۲۲مه په شمالي وزیرستان کې ځمکلاندې بمي چاودنې دوه پوځیان ووژل او پر هم هغه ورځ په خیبر کې پر پوستې په برید کې یو پولیس ووژل شو. پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې په بمي چاودنه کې د یو ولسي مشر په ګډون درې ملکي وګړي ووژل او څلور ژوبل شول. د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له دې پرته، د نومبر پر ۲۲مه د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې پر پوستې په وسلوال برید کې دوه سرتېري ووژل شول چې ذمه واري یې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ومنله.

د نومبر پر ۲۲مه د باجوړ په خار او ډمه ډوله کې په دوو چاودنو کې دوه تنه ووژل او درې ژوبل شول. د هغو چاودنو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا، جلا حملو کې یو کس او د نومبر پر ۱۵مه هم په هغه ښار کې په حمله کې دوه تنه وژل شوي ول.

خو په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د نومبر پر ۲۱مه وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې په نښته کې درې مشکوک وسلوال وژلي دي. پوځ زیاته کړې وه چې په نښته کې یې یو سرتېری هم وژل شوی وو.

پوځ تر دې مخکې د نومبر پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا په پېښور او ټانک کې د عملیاتو پر مهال په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په اګست کې د خپلې دندې پیلولو پر مهال ویلي ول چې د ترهګرۍ پرضد نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG