د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېرسټر ګوهر علي خان د پاکستان تحریک انصاف مشر وټاکل شو


د پاکستان تحریک انصاف نوی مشر بېرسټر ګوهر علي خان (کیڼ لور ته)
د پاکستان تحریک انصاف نوی مشر بېرسټر ګوهر علي خان (کیڼ لور ته)

بېرسټر ګوهر علي خان بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب جنرل سیکرټري ټاکل شوي دي.

دا اعلان د تحریک انصاف د انتخاباتو کمیشنر نیاز الله نیازي نن (د ډیسمبر پر دویمه) له هغه وروسته وکړ چې په یاد ګوند کې دننه د مشرتابه لپاره انتخابات وشول.

ګوهر علي خان تر ټاکل کېدو وروسته وویل چې دا دنده عمران خان د امانت په توګه ده ته ورسپارلې ده. هغه وویل: "عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشر وو، دی او د ژوند تر پایه به وي."

بېرسټر ګوهر علي خان په خټه پښتون او د خیبر پښتونخوا د بونېر دی. د نوموړي نوم تر دې وړاندې د پاکستان په سیاسي چاپېرچل کې کم اورېدل شوی وو.

دا له هغې وروسته ده چې د تحریک انصاف وکیل علي ظفر خبریالانو ته وویل چې د ګوند مشر عمران خان د قانوني ستونزو له کبله په انتخاباتو کې نه شي درېدای.

علي ظفر وویل، همدا لامل دی چې قانونپوه ګوهر علي خان د تحریک انصاف د لنډمهالي مشر په توګه نوموي.

د اسلام اباد یو عدالت د روان کال په اګست کې عمران خان د توشه خانې په قضیه کې تر پینځو کلونو د هر ډول ولسي څوکۍ لپاره نااهله کړی وو.

وروسته د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله خو هغه د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړه چې که داسې و نه کړي نو د پاکستان په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بیټ انتخاباتي نښه ور نه کړي.

په پاکستان کې دا مهال لنډمهالی حکومت دی او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په هغه هېواد کې عام انتخابات وشي.

د دې لپاره یوشمېر ګوندونو انتخاباتي کمپینونه پیل کړي دي خو تحریک انصاف شکایت کوي چې د کمپین اجازه نه ورکول کېږي او غړي او مشران یې نیول کېږي.

تحریک انصاف د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د هېواد پر کچ تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې او حکومت یې جوړ کړ خو د ګوند په حیث د تحریک انصاف مشکلات تر هغې وروسته پیل شول چې کله په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې عمران خان د عدم اعتماد له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ګوښه کړ.

دا راز د روان کال په مې کې د عمران خان تر نیولو وروسته د هغه ګوند پلویانو د احتجاجونو په مهال پارېدلو کسانو پر پوځي او ولسي ودانيو بريدونه وکړل چې په ځواب کې يې پوځ او د پخواني وزیراعظم شهباز شريف حکومت سخت ګامونه پورته کړل. په خپله عمران خان دا مهال په زندان کې دی او مهمو ملګرو يې له ګونده استعفا ورکړې او یا هم په زندانونو کې دي.

XS
SM
MD
LG