د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تیرا څخه د بې کوره شویو کورنیو شمېر تر ۳۰۰ اوښتی دی


له خیبره تر دې مخکې هم د ناامنیو او عملیاتو له کبله خلک بې کوره شوي دي ـ پخوانی انځور.
له خیبره تر دې مخکې هم د ناامنیو او عملیاتو له کبله خلک بې کوره شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد د پاکستان امنيتي ځواکونو د عملياتو د امکان له کبله د بېځايه شويو کورنيو شمېر تر ۳۰۰ اوښتی دی.

د تيرا د کډوالو د کمېټې مشر قسمت الله اپرېدي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل، بېځايه شوي خلک اندېښمن دي چې د ژمي ورښتونه به يې قیمتي کورونه خراب کړي او حکومت به يې د پخوا په څېر د تاوان اندازه ډېره کمه ولګوي.

هغه وویل، په تیرا کې اکثر واوره اوري او که بامونه تور نه شي، نو د کورونو پرېوتو خطر وي. "د بېځايه شويو کورنيو شمېر ۳۲۸ ته ورسېد. مشکل دا دی چې په تيرا کې واوره کېږي او که له کوټو ليرې نه کړای شوه نو د هغو د پرېوتلو خطره ده. حکومت بيا په سروې کې د يوه ويجاړ شوي کور تاوان درې یا څلور لکه روپۍ حسابوي، حال دا چې هغه په ۸۰ لکه يا يو کروړ روپيو کې جوړ شوی وي."

د نومبر پر ۱۰مه د "تیرا رایفلز" په نوم د ملېشې ځواک چارواکو په تیرا سنډا پال، خاپور، درې نغري، باغ حرم جړوبي او غلام علي کلیو کې خلکو ته وویل چې سیمې خالي کړي ځکه چې هلته یې د وسلوالو پرضد د ځمکې او هوایي عملیاتو تیاری مکمل کړی دی.

د تیرا یو فعال خلیل اپرېدی وایي، درېیم ځل دی چې کډوالېږي خو چارواکو ورسره تر اوسه مرسته نه ده کړې. "راشن، خیمې، د ټرانسپورټ سهولت، هېڅ نه دي راکړل شوي."

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر مهال د چارو د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) یو چارواکي عادل ظهور مشال راډیو ته وویل، تر اوسه ورسره له تیرا څخه د تازه کډوالو شویو خلکو په اړه بشپړ معلومات نه شته، چې کله یې ترلاسه کړي نو به یې له رسنیو سره شریک کړي او ورسره به د مرستو بندوبست هم وکړي.

خو تر دې وړاندې د باړې انتظامي مشر شهاب الدین خان مشال راډیو ته ویلي ول چې د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خیبر ضلعې د مرستندویه چارو ادارې ته ذمه واري سپارل شوي او هغوی له بې کوره شویو سره مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده. د نومبر پر شپږمه په تيرا کې له وسلوالو سره په نښته کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول. د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) وویل چې په وژل شویو کې یو کرنل او درې سرتېري شامل ول.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سېمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي.

په خیبر کې پوځ د وسلوالو پر ضد بیا بیا عملیات کړي خو په ۲۰۱۶ز کال کې پوځ ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې ده.

د تیرا او باړې ولسي وګړي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ز کاله تر ۲۰۲۱ز کال تر پایه امن وو خو تر ۲۰۲۲ز کال وروسته ناامنۍ زور واخیست او د باج اخیستنې او هدفي وژنو لړۍ تېزه شوه.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لېرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG