احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړی پر فېسبوک او ټوېټر څارلای او تعقیبولای شئ.
د سپينې ماڼې يوې وياندې کرین ژان پيا د مارچ پر ۱۸مه امریکا غږ ته په مرکه کې وويل، هغوی ډېر خفه دي چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله ولسي خلک وژل شوي دي.
د بشري حقونو هغه سازمان د مارچ پر ۱۶مه پر خپله اېکس او ووبپاڼه په یوه بیان کې ويلي چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده شوې ده او هغوی له ۲۸ نورو مدني ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو سره يو ځای په هغه هېواد کې د اېکس د بیا بحالۍ لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان په هرات ولايت کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يوشمېر کورونه نړولي او خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو درو اوونيو راهیسې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د عورت مارچ منتظمینو ډاکترې فرزانې بارۍ، نشاط انجم، پنج ریش او عظما خان د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته خبري غونډې ته وویل چې دا ځل یې د لاریون موضوع "هیله او مزاحمت" ده.
په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو یادونه کړې چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت تلپاتي سوله ټینګېدای شي چې هغه هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.
د مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د جمعيت علمای اسلام (ف) له مخکښه مشرانو سره تر لیدو وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو خواوو په ناسته کې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې د "یو پیاوړي جمهوري حکومت جوړېدل" اړین دي.
د نوالني ویاندې کیرا یرمیش، د یوې رسمي خبرتیا په حواله چې د نوالني مور، لیودمیلا ته ورکړل شوې، ويلي چې نوالني د فبرورۍ پر ۱۶مه پر ځايي وخت د ماسپښين پر ۲:۱۷ بجو په ارټيک زندان کې مړ شو.
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه تل پياوړې پاتې شوې ده، خو پوځ او امنيتي ادارې يې مخه نيسي.
د هند بنګلور ښار يو وخت د اوبو د بندونو لپاره مشهور وو، خو د هغه ښار د پرمختګ پر لور د سفر پر مهال پر لوی کچ د اوبو زړې زیرمې له پامه غورځول شوې او د بندونو شمېر تر دريو برخو هم کم شوی دی.
په افغانستان او پاکستان کې به مو ډله ييز ودونه ليدلي يا په اړه اورېدلي وي، خو دا دود په دا وروستيو کې د هند د ګجرات ايالت په احمد اباد کې هم تر سره شوی دی.
د پښتو ژبې نوموتی شاعر او ليکوال پروفېسر عبيد الله دروېش درانی وايي چې په خپل نوي کتاب "وير لړلي داستان" کې يې د انساني ژوند د بېلا بېلو پړاوونه غميزې په ۱۰۰ نظمونو، چې ۱۰ زره مصرعې کېږي، ځای کړي دي.
د پاکستان ماليې وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د ای اېم اېف اجراييوي بورډ د جنورۍ پر ۱۱مه د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړۍ بیاکتنه بشپړه کړه او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو اجازه ورکړه.
د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې مولانا فضل الرحمان په "شخصي توګه" افغانستان ته تللی دی او د پاکستان حکومت یې د سفر ملاتړ نه کوي.
د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې منظور پشتين په جهلم کې زنداني شوی دی، خو د نوموړي په وينا پوليسو لا تر اوسه د پشتين پرضد مقدمه نه ده په ډاګه کړې.
د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې هغوی تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په زيات شمېر کې له اډيالې زندانه د منظور پشتين د خوشې کېدو او د هغه د هرکلي لپاره ورغلي ول، خو د نوموړي په وينا د پنجاب پوليسو پشتين له زندانه د ناڅرګند مقام پر لورې په خپلو ګاډو کې بوتلی.
په فرانسه کې دوو انجينرانو په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ او پر سړکونو د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره سامان وړونکو بايسکلونو جوړولو ته مخه کړې ده. د بايسکل جوړونې شرکت مشران وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال یې لسګونه زره کارګو بايسکلونه پلورلي دي، چې د خلکو د خوښۍ وړ ګرځېدلي دي. ویډیويي رپورټ.
وزارت د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خيبر پښتونخوا له پېښور، د بلوچستان له چمن او د سيند له کراچۍ کیماړۍ او حیدراباد ضلعو څخه اخيستل شویو د ناولو يا ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.
نور وښیئ